پاموړ

ترخه سبقونه

ژباړن: اسدالله غضنفر –

اخلاصمن او لایق ښوونکي د خپلو زده کوونکو په رسولو کې لویه برخه اخلي، هغوی ته د منل شویو اصولو د چلینجولو روحیه وربخښي او د ټولنې د ولاړ حالت د بدلولو فکرونه ورکوي.دغسې استادان د شاګردانو فکر تېزوي او شاګردان هڅوي چې خپل پټ استعداد راڅرګند کړي ، څو په دې ډول د هیواد تکړه اوسیدونکي ورڅخه جوړ شي. ښه استاد شاګردانو ته دا نه وایي چې تقلید او پیروي دې وکړي بلکې د خپلې او بیلې لارې لرلو ته یې وربولي او دا ورته وایي چې یوازې ډګري نه بلکې د پوهې لرل پکار دي.

د لرغوني یونان سوفسطایان تر ګردو ښه ښوونکي وو. دوی به خپلو شاګردانو ته منطق او بلاغت ورزده کاوه چې شاګردان خپله خبره په معقوله او مناسبه طریقه وکړي. د هند په دودیزه ټولنه کې به یې ښوونکي ته ګرو او استاد ویل او زده کوونکی چیله Chela او شاګرد بلل کېده. یوه زمانه داسې وه چې نه یوازې په هند بلکې ټوله دنیا کې د استاد ډیر قدر و او د خپل علم او حکمت په برکت د پوهې او فضیلت د مجسمې په سترګه ورته کیدل.

په تاریخ کې وینو چې ځینو استادانو په خپلو شاګردانو دومره اثر غورځولی دی چې استادان یې په خپلو لیکنو کې ابدی کړل. له خپل استاد سقراط سره د لوی فیلسوف افلاطون دومره مینه وه چې هغه یې په خپل کتاب ، جمهوریت، کې تلپاتي کړ. افلاطون د سقراط غوندې یو لوی معلم و. ده خپل شاګردان وهڅول چې له ده بېل او مستقل فکر ولري.ارسطو چې شل کاله د افلاطون شاګردي وکړه، د فلسفې په کابو هره ساحه کې له خپل استاد سره مخالفت څرګند کړ او په تاریخ کې یې بیل مقام وموند. د بل پیروي نه بلکې خپل فکر په کار اچول، نوې نظریې زیږوي او معرفت ته د رسیدو لاره پرانیزي.

د شاګرد د استعداد او ذکاوت قدرداني د هغه استاد ځانګړنه ده چې لوی زړه او متواضع خوی لري. د اسحاق نیوتن په باره کې یوه جالبه کیسه ده. کله چې دی په کمبریج پوهنتون کې استاد و، خپل استاد ته یې د ریاضي په اړه خپل تحقیقات وروښودل. استاد یې چې د هغه وخت د ریاضي لوی پروفیسر و، د خپل شاګرد څیړنو دومره متاثر کړ چې له خپل مقامه یې استعفا وکړه او سفارش یې وکاوه چې د ده علمي چوکۍ دې نیوتن ته ورکړای شي. دا د استاد د عظمت یو روښان مثال دی.

موږ په هند کې د ډاکتر رادها کرشنان مثال لرو. دی چې وروسته لوی فیلسوف او د هند ولسمشر شو، د ماسټرۍ د امتحان په وخت یې استاد د پارچې له لوستلو وروسته ولیکل چې : امتحان ورکوونکی تر امتحان اخیستونکي لایق دی.

د خپل شاګرد ذکاوت ته غاړه ایښودل او د هغه په پوهه ښکاره اعتراف کول، لوی زړه غواړي.

که تېر وختونه پریږدو او اوسني پاکستان ته راشو، ویلای شو چې د اجتماعي، اقتصادي او سیاسي فشارونو په وجه د استاد او شاګرد تر منځ رابطه وار په وار بدله شوې ده. د پاکستان د جوړیدو په لومړیو کلونو کې استادانو خپل دودیز درناوی ساتلی و. دوی ساده او بې آلایشه ژوند درلود او د لاډېرو پیسو د لرلو لپاره د شاګردانو د استثمارولو روحیه موجوده نه وه. دوی شاګردانو ته د یوڅه ورزده کولو شوق درلود. د ټیوشن او د زده کړې د فیس مفکوره نه وه. شاګردانو که به غوښتل چې له استاده لا ډېر څه واوري، مخه یې ازاده وه..خصوصي ښوونځی وو خو د خیر ښیګړې ادارو جوړ کړي وو او فیس یې یا نه و، یا خورا زیات کم و. خوارانو او بډایانو دواړو کولای شول چې عمومي یا شخصي ښوونځيو ته خپل اولاد واستوي.

په دې برخه کې حالات په نولس سوه اویایمو کلونو کې بدل شول. دا هغه وخت دی چې له تعلیم سره د خلکو شوق تر پخوا زیات شوی و او حکومت د خلکو غوښتنې ته په ځواب ورکولو کې پاتې راغی. دغه خلا د خصوصي ښوونځیو ادارو ډکه کړه. دې شي زده کړه په یوه کاروبار بدله کړه او د خصوصي او عمومي ښوونځیو تر منځ یې فرقونه راوستل. خصوصي ښوونځي چې ډیر فیس یې اخیست، د لوړو طبقو ښوونځی شول او په دې ډول طبقاتي تفاوت لا زیات شو.

انګریزي چې د خواصو د شخصي مکتبونو د زده کړې ژبه وه، زده کوونکي له نورې ټولنې پردي کړل. دې شي په ښوونکو هم ډیر اثر وکړ. هغو استادانو چې په شخصي ښوونځيو کې یې درس ورکاوه، ډیرې پیسې ګټلې او په نتیجه کې یې اجتماعي مقام لوړ شو.خو په مقابل کې ، د دولتي ښوونځیو استادان په مالي لحاظ له مشکل سره مخ وو او په دې ډول د لا زیاتو پیسو د ګټلو لپاره مسابقه پیل شوه.

د زده کړې له درکه فیس ،هم په شخصي او هم دولتي ښوونځیو کې، د استادانو لپاره د پیسو ګټلو وسیله شوه او استادانو پوره پوره استفاده ورنه وکړه.

دې شي د استاد او شاګرد رابطه بدله کړه. شاګردان د استاد د خدماتو پیرودونکي شول. دوی د معرفت د ترلاسه کولو په ځای د نومرو ګټلو ته مخه کړه. دغه حالت تر ننه پورې په خپل حال پاتې دی.

د پاکستان ټول لوی ادیبان، لوی سیاستوال ، لوی اداره چیان او لوی ساینسپوهان به پخوا له دولتي ښوونځيو فارغېدل، خو اوس دغو ښوونځیو د نومیالو زده کوونکو د تولیدولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

خصوصي ښوونځيو له خپلو ډیرو لګښتونو او فیسونو سره سره، نومیالي عالمان، ساینسپوهان یا فیلسوفان ونه زېږول. د دې تعلیمي ادارو مقصد دا دی چې لوړو تنخواه ګانو ته د رسیدو لپاره شاګردان وروزي.

له بلې خوا دولتی کالجونه او پوهنتونونه د سیاسي تغییراتو په نتیجه کې ډیر متاثر شوي دي. کله چې پرله پسې مارشل لا ګانو ( پوځي حکومتونو) سیاسي ګوندونه او د محصلانو فیډرېشنونه بند کړل، سیاسي ګوندونو له خپلو غړیو محصلانو سره مرسته وکړه چې د لویو تعلیمي ادارو کنټرول پخپل لاس کې واخلي. اوس کابو ټول دولتي کالجونه او پوهنتونونه د همدغو محصلانو په کنټرول کې دي. دوی په تعلیمي اداره کې د محصل له شاملولو رانیولې ، د لیلیې تر مسایلو او ان د استادانو تر مقرري پورې د ادارې په هره چاره کې اصلي نقش لوبوي. همدا سیاسي ډلې په امتحانونو کې نقل ته لاره پرانیزي. هغوی چې ورسره مخالف کوي، ویرول کیږي یا ځورول کیږي.کله کله خو دوی د استادانو په وهلو ټکولو هم صرفه نه کوي او د خپلو امرونو منلو ته یې اړباسي.

په دغسې شرایطو کې استادانو خپل پخوانی نقش له لاسه ورکړی دی. دوی له خپلو شاګردانو وېرېږي او د هغوی د هدایت وس ورسره نشته. هغه وخت تللی دی چې استادان به شاګردانو ته د پلار غوندې نږدې او محترم وو. اوس نه استادان او نه شاګردان د نویو مفکورو د وړاندې کولو وړتیا لري. له دوی سره د ټولنې اجتماعي او سیاسي مشکلاتو ته د ځواب ورکولو استعداد نشته. د نیوټن د استاد یا د رادهاکرشنان د ممتحن په شان کسانو دوران پای ته رسیدلی دی. په دې ټولنه کې اوس نه هغسې شاګردان او نه هغسې استادان پاتې دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button