افغانستانسلايډ

تخار: خواجه غار کې درنه جګړه روانه ده

د تخار خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. ځايي چارواکي وايي، چې ولسوالۍ نن سهار په بشپړ ډول د طالبانو ولکې ته ورغله، خو له يو ساعت جګړې وروسته ترې بېرته په شا شول او اوسمهال پر ولسوالۍ يو لوری هم ولکه نه لري.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند نور محمد حکیمي وايي، چې دمګړۍ د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د ولسوالۍ په بازار کې جګړه روانه ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيموري هم مني چې ولسوالۍ سهار مهال سقوط کړی دی او اوس د ولسوالۍ پنځه کلو مترۍ کې درنه جګړه روانه ده. نوموړی وايي، طالبانو له تېرې شپې راهيسې بريدونه پيل کړي دي.

د تخار خواجه غار ولسوالۍ د کندز له دشت ارچي سره تړلې ده او د تخار له مهمو او ستراتيژيکو ولسواليو څخه ده. طالبانو څو ورځې وړاندې دشت ارچي کې هم درنې جګړې کړې وې او اوسمهال له مرکز پرته ټولې سيمې د دوی ولکه کې دي.
د کندز د ولايتي شورا غړي وايي، چې ولايت د حکومت د بې غورۍ له امله محاصره دی او وضعيت يې ورځ له بلې خرابېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button