پاموړ

تاسو د خپلو ماشومانو پر وړاندې جنګ جګړې کوئ؟

آرش ننګیال

ميړه د کور ماغزه او ښځه د کور زړه دی.

مور او پلار د ماشومانو لپاره بېلګه او مثال وي، ښځه او خاوند په کورنۍ کې د خوشالۍ په راوستلو سره کولی شي چې بیدیا هم د خپلو ماشومانو لپاره تر ټولو امن او د خوښۍ ځای وګرځوي او دا هم کولی شي چې ښکلې بنګلې نه ورته زندان جوړ کړي.

ناپیلیون د خپل وخت نابغه پاچا تېر شوی دی. د هغه نوم په ډېرو خلکو وېره راوستله.

پاچا په یوې جنې مینيږي او واده ورسره کوي، د وخت په تېرېدو سره همدا ښځه په ناپیلیون خپله ستره ماڼۍ دومره تنګوي چې خونه په خونه ترې تښتي او نه غواړي چې د ښځې نیش داره خبرې واوري. کله چې په کور کې د پټېدو ځای نه پاتې کېږي نو ناپیلیون له خپل یو تن ساتونکي سره هره شپه د ښار په کوڅو کې ګرځې راګرځي او وخت تېروي، کله چې په کوڅو کې هم ستړی کېږي بیا د ځینو ښځو کورنو ته ورځي، ځکه چې مېرمنې یې په خپلو بې ځایه نیوکو، شکایتونو او تورونو ورته له کور نه زندان جوړ کړی و.

د لیو تولستوی په هکله هم همداسې روایتونه شته چې د نړۍ ستر لیکوال تېرشوی او د نوبل جایزې ګټونکی هم دی. سره ددې چې ښه هستي او ډېر اولادونه یې درلودل خو د مېرمنې د ناوړه سلوک له امله په مسافرۍ او ډېر بد حالت کې د اور ګاډۍ په شټیشن کې مړ شو.

همدا ډول ډېرې مېرمنې هم د خپلو خاوندانو د ناوړه سلوک له امله له ډول، ډول ستونزو سره مخ شوي دي، زموږ هېواد کې داسې بې شمېره پېښې رامنځته شوي دي چې موږ یې شاهدان یو او په یادولو یې د شرم احساس کاوو.

د مور او پلار ترمنځ ناوړه سلوک ددې لامل کېږي چې د کورنۍ ماحوول خراب او ماشومان یې په رواني او نورو ناروغیو اخته شي.

قران کریم کې وايي: ښځه او خاوند د یو بل جامه او لباس دی.

په دې مانا چې ښځه او خاوند د یو بل تکمیلوونکي دي او د کورنۍ لارښوونکي او د اذهانو جوړونکي دي.

زامن له خپل مخالف جنس سره اړیکې له مور او لور یې په پلار نه زده کوي. که دوی د مور او پلار ترمنځ جګړې او شخړې ویني سبا دوی هم له خپل خاوند او مېرمنې سره همدا ډول سلوک کوي.

مهري زینهاري وايي: په کورنۍ کې روحي او رواني اراماتیا او سکون د انسانانو اړتیا او غوښتنه ده، لکه خواړه او لباس، ضرورت دی.

ځینې مهال ښځه او خاوند په غټو او وړو خبرو باندې بحث کوي، مخالفت کوي، کله جدی کېږي او کله هم په لوړ غږ خبرې کوي. دا یوه عادي مساله ده، خو مېندې او پلرونه باید په داسې وخت کې ډير متوج اوسي ځکه چې ماشوم باندې دا بحث، مخالفت، لوړغږ او ترخې جملې خوار بده اغیزه کوي.

هغوی د وېرې احساس کوي، هغوی د نا امنۍ او کرکې احساس کوي.

ځینې مهال ماشومان فکر کوي چې د پلار او مور په جنګ او نفرت کې دوی هم برخه لري شا هم د جنګ جګړو عاملین دوی یانې ماشومان وي، ځانونه ملامت ګڼي او د ګناه احساس کوي.

ډاکټر هادي شاکر وايي: ځینې مهال چې ښځه او خاوند په خپلو کې قهر وي او خبرې نه کوي دا د ماشومانو لپاره ډېر زوروونکی حالت رامنځته کوي او د هغوی په روح او روان اغېزه کوي.

ځینې مهال د مور او پلار د شخړې پرمهال ماشومان طرف واقع کېږي، یا مور یا پلار سره په زړه کې کینه ساتي او بیا ترې کرکه او نفرت جوړېږي. ډیری وخت د کورنۍ ماشومان د مور په طرف کېږي او دا تفاوت او کینه مور او پلار پیداکوي نه ماشومان.

کورنۍ کې دداسې حالت دوام په ماشومانو کې هم قهر او غوسه پیدا کوي، تاسو به وګورئ چې هغوی به هم له خپل خور او ورور سره جنګ او جګړې پیل کړي او ستاسو هغه کارولي الفاظ به خپلو سیالو ته کار کوي.

کورنۍ لانجو کې ماشومان وېرېږي، ځینې ژاړي او ځینو ته ان د خپل کور فضا او ماحول هم خوند نه ورکوي. کېدای شي چې نورو روغتیايي ستونزو هم اخته شي. دوی فکر کوي چې مور او پلار ته هېڅ ارزښت نه لري او یا هم هېڅ مینه ورسره نه لري.

یو ناوړه دود چې زموږ په کورنیو کې په تکراري شکل عملي کيږي هغه داده چې کله مور خپل اولاد ته په قهر شي یا برعکس، بیانو یو طرف ځانه ستر مدافع جوړوي چې خبره تر ښکنځلو او بدو ردو رسېږي. ضرور نه ده چې د ماشومانو پر وړاندې بحث وکړئ، مور یا پلار ملامت کړئ. دا د ماشوم لپاره ډېر بد درس دی. لږ حوصله پکار ده، ځانته ځای کې، چې ماشومان نه وي یو بل سره خبرې وکړئ او قناعت ورکړئ.

ګه څو ګیلاسونه خوا په خوا ايښي وي حتما شرنګ کوي، کورنۍ کې په تېره د ښځې او خاوند ترمنځ بحث او خبرې راځي خو تاسو د خپلو اولادونو د غوره زورنې مسولیت لرئ، تاسو باید خپلو ماشومانو ته احترام ولرئ. که ستونزه لرئ په داسې یو ځای کې په داسې شکل مطرح کړئ چې ماشومان نه وي.

ـ د حل لار

شاید خندونکې وي خو دا زما خپله تجربه ده. تاسو به ځینې کسان په تلویزیونونو کېې لیدلي وي چې، کله مایک او کامرې ته خبرې کوي لیدونکی فکر کوي چې دا انسان نه بلکې ملایک دی خو کله چې له مرکې خلاص شو بیانو دا هغه ملایک نه بالکې هغه کس دي چې هیڅ ډول اصول او قوانینو ته احترام نه لري، شاید قاچاقبر، قاتل او… وي

د ماشومانو سترګې لکه د کامرې په شان تل عکاسي کوي او فلم ثبتوي. دا فلم او عکس د ماشومان په میموري کې د مرګ تر ورځې رک روغ پاتې کېږي. نو د مسوله مور او پلار په صفت تل پا یاد وساتئ چې تاسو ته د یوې کامرې پر ځای څو کامرې ولاړې دي او هره کړنه مو ثبتېږي. نو هره خبره او هر قدم په پام ږدئ، ځکه همدا ماشومان د سبا ورځې غټان دي.

ـ څه چې کرې هغه به رېبې!

ـ وما علینا الا البلاغ.

په درنښت

آرش ننګیال

10 sep 2015

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button