افغانستان

بې‌پيلوټه الوتکو ۲۸ داعش جگړه‌مار وژلي

پرون د دلوې میاشتې په ۱۷ د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې بې‌پیلوټه الوتکو ۲۸ داعشي جگړه‌ماري وژلي دي. 
د اچین ولسوال غالب مجاهد رسنیو ته وویل: «بې پیلوټه الوتکو د داعش جگړه‌مارو یو هستوگن‌ځای او موټر په نښه کړل چې په دواړو پېښو کې ۲۸ تنه داعشي جگړه‌ماري وژل شوي چې له دوی څخه ۱۶ تنه پاکستاني دي».
مجاهد د پېښې په اړه نور معلومات ورنه کړل. په دې وروستیو کې د ناټو او افغان ملي اردو سرتېرو په ننګرهار کې د داعش په ضد جګړه پېل کړې ده چې تر دې دمه د داعش د ډلې ډېری هستوګن‌ځایونه په نښه شوي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button