پاموړ

بيګمۍ وريژې /صفیه حلیم

د سوات خلک وريژو ته نشي تينګيداې او په تيره بيا “بيګمۍ وريژې” يې کمزوري ده. خو د شلمې ميلادي پېړۍ تر نيماي دا وريژې په سوات کې چا نه پيژندلې.
په باغ ډېرۍ کې مېشت د يو سردار عبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. آفندي لقب ځينې بارکزي د خپل نوم سره کاروي. په ۱۹۱۰ م کې آفندي د جاپان نه د غټ املوک (پرسيمن) تخم راوړو او دا يې به باغ ډېرۍ کې وکرل. د ټماټرو په شان سره او د شاتو په شان خوږې دې ميوې د سوات نورو سيمو کې هم وده وکړه.
په ۱۹۴۹ م کې د آفندي انږور بيګم بلقيس ( د شهزاده ارحام ميرمنه) د افغانستان نه د غټو(پنډو) وريژو تخم له ځانه سره راوړو. له دغه وريژو خلک شوله پخوي چې په پکتيا کې ورته “ډنډکۍ” وايي. دا تخم يې په باغ ډېرۍ کې وکرلو خو د هغو وريژو شکل او خړ رنګ د چا خوښ نشول. له پخيدو وروسته چې خلکو وخوړلې نو خونده ورې وې. دې وريژو زياته نشاسته لرله او پخلي په وخت به يې حجم زيات شو. دا وريژې کلکې، د غرونو ساړه هوا کې هم وده کوي او حاصل يې ډېر وي. دا وريژې د “بيګمۍ” په نوم مشهورې او د سوات په نورو برخو کې هم وکرل شوې.
عام سواتيان، بيګمۍ وريژې له ايشولو وروسته د کوچ او ماستو سره خوري او کله د شنو ميو سره د دې پخسه (شوله) پخوي. خو تر ټولو مشهور يې “ورجلی” نومېږي چې په وريژو کې سابه ( شوتل، شلخی يا اوګه کۍ ( شنه ځنګلي اوګه) ورګډ کړي.
د افندي ټبر خلکو په سوات کې د خير ښيګڼې نورکارونه هم وکړل. په باغ ډېرۍ کې د ميرمن بلقيس په نوم اوس هم يو روغتون شته چې “بيګم افندي ميډيکل کمپليکس” نومېږي.

د وريژو د عکسونو لپاره د نذيرمحمد مننه


سرچينې
۱.د ډان ورځپاڼې مضمون- ۲۱ مارچ ۲۰۱۶ م.

صفيه حليم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button