سلايډسيمه او نړۍ

بيړنی خبر: ترکيه کې «د پوځ يوې ډلې د کودتا هڅه» کړې

له ترکيې څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې د ياد هېواد سياسي حالت غير عادي دی. تر اوسه معلومه نه ده چې څه ترسره شوي. د ترکيې پوځ ته يوې منسوبې خبرپاڼې کې راغلي دي چې دوی د حکومت واګې په لاس کې نيولې دي او ترکي قانون يې ځنډولی دی. بلې خوا ويل کېږي چې د پوځ يوې ډلې د کودتا غير قانوني هڅه کړې.

د ترکيې ولسمشر د تلويزيوني پيغام له لارې د کودتا شتون رد کړی. بن علي يلدرم ويلي دي چې دا «د پوځ د يوې ډلې له لورې غير قانون عمل دی» او تر اوسه د حکومت چارې د هغه په لاس کې دي.

بلې خوا ولسمشر رجب طيب اردوغان د تليفون له لارې د ترکيې ته ويلي چې د پوځ په داخل کې يو لږکی غواړي د دوی حکوتم له منځه يوسي، هغه له خلکو غوښتي دي چې کوڅو او سړکونو ته راووځي او د کودتا مخنيوي کې مرسته وکړي.

ځينې خبري سرچينې وايي چې ترکي پوځ د ترکي تلويزيون ټي آر ټي ودانۍ نيولې او د کودتا اعلان يې کړی. خو بلې خوا ترکي حکومت دغه خبر رد کړی. وروستي خپاره شوي راپورونه وايي چې په پوځ کې د يوې کړۍ د کودتا هڅې ناکامې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button