افغانستان

بيړنی خبر:مزار شريف کې له دوو چاودنو وروسته ډزې روانې دي

د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې له دوو چاودنو وروسته د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

ویل کېږي بریدگر به ار پي جي وسلو سنبال دي.

د بلخ د ولایتي چارواکو له خولې، بریدگرو د هند کنسولگرۍ ته څېرمه یوه کور کې مورچې نیولې او له هغه ځایه پر کنسولگرۍ ډزې کوي.

د بلخ والي یواند، منیر احمد فرهاد هم د پېښې پخلی کوي.

د کنسولگرۍ یوه چارواکي د ټیلیفون پر لیکه وايي: «موږ تر برید لاندې یو. جگړه روانه ده».

تر دې دمه د تلفاتو په باب بشپړ راپور نه دی ورکړ شوی.

د هند کنسولگرۍ داسې مهال د برید ښکار کېږي چې دوه ساعته وړاندې د هند او افغانستان د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه د افغانستان په ماتې پای ته ورسېده.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button