سيمه او نړۍ

بورما کې ځمکې ښويېدنې ۹۰ کسان وژلي

د بورما (میانمار) په شمال کې ځمکې ښويېدنې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژلي دي او تر ۱۰۰ زیات تر خاورو لاندې ورک دي.

بورمايي رسنۍ وايي چې دغه پېښه د هېواد په شمالي ایالت کاچن کې د هپاکانت په سیمه کې رامنځته شوې.

د راپور له مخې د قیمتي کاڼو له یوه کان څخه ویستل شوې یوه ستر ډیرۍ په مزدورانو هغه مهال ور وغورځېدله؛ چې دوی په خوب ویده و.

چارواکو په پېښه کې د ۹۰ کسانو وژنه او ۱۰۰ نورو ورکېدل تایید کړي دي. دوی ویلي چې ډير کارګر لا هم د خاورو لاندې ایسار دي.

د کاچین په ایالت کې د نړۍ تر ټولو ښه فیروزي/زرغون کاڼي موندل کېږي. دغه هېواد له دغو کانونو هر کاله میلیاردونه ډالر لاسته راوړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button