خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

بنگلدېش کې د جماعت اسلامي بل مشر ته د اعدام سزا اورول شوې

بنگلدېش له څه باندې څلوېښت کلونو وروسته د جگړې مجرمین محاکمه کوي. حکومت په دغه هېواد کې د جماعت اسلامي گوند څو تنه مشران د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ په جگړه کې د پاکستان له پوځ سره د همکارۍ په تور په دار وځړول.

مطیع‌الرحمان نظامي د جگړې جرمونو د یوې ځانگړې محکمې له خوا د ډله ییزو وژنو، ځورونو او جنسي تېریو په تور په عدام محکوم شو.

له ۲۰۱۳ راهیسې د جماعت اسلامي د درېوو مشرانو په گډون د اپوزیسیون څلور مشران په دار ځړول شوي دي.

د بنگلدېش لومړۍ وزیرې، شېخ حسینې د جگړې جرمونو څېړلو لپاره په ۲۰۱۰ کال کې ځانگړې محاکمه رامنځ ته کړه چې د خپلواکۍ د جگړې پر مهال شوو جگړې جرمونو څېړنه وکړي چې د بنگلدېشي چارواکو په خبره تر درېوو ملیونه کسانو وژل شوي او پر دوه سوه زره ښځو جنسي تېره شوي وو. بنگلدېش د پاکستان برخه و چې د ۱۹۷۱م کال کې د خپلواکۍ له جگړې وروسته د یوه خپلواک هېواد په توگه راڅرگند شو.

اسلامپالو د محکمې پرېکړه سیاسي بللې. د دوی له نظره حکومت هڅه کوي چې د واکمن گوند مخالفین کمزوري کړي. جماعت اسلامي د شېخ حسینه د حکومت له مخالفو گوندونو څخه دی.

پر نظامي تور دی چې د ۱۹۷۱ جگړې پر مهال یې د البدر ملېشو مشري کوله او د لږه‌کیو هندو بنگلدېشیانو په وژلو کې يې د پاکستان له پوځ سره مرسته کړې وه.

جماعت اسلامي د پاکستان له وېش او د بنگلدېش له خپلواکۍ سره مخالف و؛ خو دا ردوي چې گواکې په جگړه کې يې ونډه اخیستې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button