افغانستانسلايډ

بم چاودنې د جوند ولسوالۍ امنيه قوماندان وژلی

د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ امنيه قوماندان تېر ماښام د يوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنیت امر عبد العزيز اماني د پېښې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده، چې پر يوه موټر سايکل ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو امنيه قوماندان فيض الله ووژل شو او درې ساتونکي يې ټپيان شول.

نوموړی وايي، بم له لرې ځايه د رېموټ په وسيله چاودول شوی دی.

د بادغيس د ولايتي شوری رئيس عبد الناصر نظري هم د پېښې پخلی کړی دی.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخستې ده، او ويلي يې دي، چې قوماندان فيض الله يې هغه مهال د ځای پر ځای شوي ماين په مټ والوزاوه، چې له خپلو ساتونکو سره پلی راووت.

طالبانو پر خپله رسمي وېبپاڼه زياته کړې ده، چې له قوماندان فيض الله سره د هغه يو ساتونکی هم وژل شوی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button