خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

بلجیم کې دوه تنه پولیسې وژل شوي

د بلجیم د چارلروال په ښار کې یو تن برید ګر پر ښځینه پولیسو د الله اکبر په ویلو سره یې برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه تنه ښځینه پولیسې وژل شوي.
د بلجیم د پولیسو په ټویټر پاڼه کې لیکل شوي چې برید ګر د پولیسو لخوا ویشتل شوی او ټپي دی.د پولیسو په وینا بریدګر سره په لاس چاړه وه چې دوه ښځینه پولیسې یې ټپیانې کړي چې د یوې روغتیايي حالت ښه نه دی ښودل شوی.
برید د پولیسو دمرکز نه بهر په ولاړو پولیسانو شوی. تر دې دمه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.
سږکال ترهگرو په بلجیم کې گڼ بریدونه کړي چې له امله یې ۳۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ ټپیان شوي وو. د بلجیم چارواکو په تېر نومبر کې د وېرې حالت اعلان هم کړی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button