افغانستان

بغلان کې چاودنې دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې چاودنې پنځه تنه وژلي او اته تنه نور ټپیان شوي، په ټپیانو کې یو تن پولیس افسر هم تپي شوی.
چاودنه نن ماسپښین د مرکزي بغلان په بازار کې وشوه.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري رسنیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه: «نن ماسپښین د مرکزي بغلان په بازارکې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي او اته تنه نور د یو پولیس افسر په شمول ټپیان شوي.»
خو بل خوا د پېښې عیني شاهدان وایي چې په چاودنه کې ګڼ شمېر وژل شوي او ټپیان دي.
بابري زیاته کړه: «چاودیدونکي مواد په یو بایسکل کې ځاي پر ځاي شوي ول چې د مرکزي بغلان په بازار کې وچاودیدل.»
د چاودنې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button