خبرونه

بغلان کې د بریښنا ستن ورغول شوه

د بغلان والي رسنیو ته وویل چې د کابل او ازبکستان تر منځ د بریښنا سیم پایه چې د ملي اردو او طالبانو تر منځ د نښتې له امله ویجاړ شوې وه یو وار بیا ورغول شوه.

له تېرو درې اوونیو راهیسې په ډنډې غوري او ډنډې شهاب الدین کې د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ نښتې روانې وې چې له امله یې په ډنډې شهاب الدین کې د بریښنا ستن ویجاړه شوې وه.

د عبدالستار بارز په وینا نن د بریښنا شرکت کارکوونکي سیمې ته له کومې ستونزې پرته رسېدلي وو.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button