افغانستانسلايډ

بغلان: د ولايتي روغتون کارکوونکو او ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

د بغلان د ولايتي روغتون لسگونو ډاکټرانو او کار کوونکو له دې امله کاري اعتصاب کړی، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ورسره ناسم چلن کېږي. دغه اعتراض کوونکي وایي، چې پوليس او غير مسوول وسله وال چې کله روغتون ته ټپيان وروړي، دوی گواښي، چې که ټپي يې ژوندی پاتې نه شو دوی به هم ووژني.

دغه اعتراض کوونکي ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي وايي، چې له دې وړاندې ډېر ځل داسې پېښ شوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري د بغلان روغتيايي کارکوونکي وهل شوي او ټکول شوي دي، خو سره له دې، چې امنيتي چارواکو سره دغه موضوع بيا بيا شريکه شوې، هيڅ غوږ يې پرې نه دی گرولی.

د ولايتي روغتون ډاکټرانو له حکومته غوښتي، چې ډاکټرانو او روغتيايي کار کوونکو سره د امنيتي ځواکونو د ناسم چلن مخه ونيسي.
هغوی گواښ کړی، چې د غوښتنې د نه منل کېدو په صورت کې به ټول روغتيايي مرکزونه د ناروغانو پر مخ وتړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم پوليسو بغلان کې يو ډاکټر وهلی او ډبولی و. د بغلان د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر امير گل حسين خېل د ډاکټرانو د دې څرگندونو د پخلي تر څنگ ويلي، چې په تېر وخت کې يې د دغو کړنو عاملين نيولي او سزا يې ورکړې ده او په راتلونکې کې به هم په دې اړه جدي گامونه پورته کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button