افغانستان

بغلان: جگړې څلور زره کورنۍ بې‌ځايه کړې دي

امنيتي ځواکونو لس ورځې وړاندې د بغلان مرکز پلخمري ته څېرمه ډنډغوري سيمه کې عمليات پيل کړل او لا هم دوام لري.


امنيتي چارواکو ويلي و، چې سيمې ته له ننوتو وړاندې يې ياده سيمه له لرې د توپ او نورو درنو وسلو تر ډزو لاندې نيولې ده، څو هلته د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي. خو د سيمې خلک وایي، دغو ډزو يې کورونه نړولي او دوی له وېرې له سيمې وتلي دي.

له طبيعي پېښو سره د بغلان د مبارزې ادارې رييس محمد نصير کهزاد وايي، د تېرو لسو ورځو د عملياتو په ترڅ کې څلورزره کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي او د بغلان مرکز پلخمري ته يې تېښته کړې ده. کهزاد زياتوي، دوی تر دې دمه دوه زره اته سوه کورنۍ ثبت کړې دي او دا ټولې کورنۍ فرحت سيمه کې تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

بې ځايه شويو وگړو رسنيو سره خبرو کې ويلي، د اوسېدو حالت يې خورا خراب دی او حکومت د دې وس نه لري، چې ټولو بې ځايه شويو ته لاسرسی ولري.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button