سيمه او نړۍ

بغداد: غبرگو چاودنو لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

پلازمېنه بغداد کې نن سهار غبرگو چاودنو کې لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. چاودنې د بغداد ختيځ لور ته پر فلسطين سړک له گڼې گوڼې ډک د يوه سوداگريز مرکز مخې ته شوې دي.

ځايي سرچينې وايي، چې تر دې دمه پنځلس تنه وژل شوي او نږدې څلوېښت نور ټپيان دي.

چاودنې دواړه موټر بم دي، چې لومړۍ يې د موټرو په يوه تمځای کې شوې او دوهمه هغه مهال پر امبولانس موټرو وشوه، چې سيمې ته د مرستې لپاره راغلي وو.

اناضول خبري اژانس د ځايي پوليسو په وينا ليکلي، چې د څلوېښتو په شاوخوا کې کسان د چاودنو له کبله مړه او زخميان دي.

پوليسو له پېښو وروسته سيمه کلابنده کړې ده او ټپيان نږدې روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د چاودنو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو گمان کېږي چې د تېر په څېر به داعش وسله والو کړې وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button