افغانستانسلايډ

بشر حقوق: افغان حکومت کوچنيانو ته پاملرنه کې پاتې راغلی

د بشر حقوقو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې افغان حکومت د کوچنيانو په خونديتابه کې پاتې راغلی بللی او څرگنده کړې يې ده، چې لسگونه زره کوچنيان د هېواد د کار د قانون خلاف له پنځو تر څوارلسو کلونو عمر کې په درنو کارونو بوخت دي، چې له امله يې په بېلا بېلو ناروغيو او ټپونو اخته دي او ځينې وختونه يې د مرگ لامل کېږي.

د يادې ادارې يو دېرش مخيز راپور کې ويل شوي، چې په څلورو کوچنيانو کې هر يو کوچنی په کار بوخت دی، چې په بدل کې يې يا ډېر کم معاش اخلي يا هيڅ نه. همدا راز په ټوله کې د افغانستان له نيمو ډېر کوچنيان پر درنو کارونو بوخت دي.
له راپور سره سم کرنې، فلزکارۍ، خښتو پخولو، فرشونو اوبدلو، کانونو کې کار، سوالگرۍ او نورو کې کوچنيان له ډېر کم عمره په کار پيلوي.

نيويارک مېشتې يادې ادارې نيوکه کړې، چې افغان حکومت د دغو کوچنيانو په ژغورلو کې پاتې راغلی، چې له همدې امله د دوی نيمه برخه ښوونځيو ته له تلو هم پاتې دي.
اسيا ته د دې ادارې مرستيال فليم کاين پر افغان حکومت غږ کړی، چې د کوچنيانو ژغورلو کې خپلې هڅې ډېرې کړي او له درنو کارونو د کوچنيانو د منع کولو قانون پلی کړي.

افغان حکومت د بشر حقوقو له دې راپور وروسته ويلي، چې له درنو کارونو څخه د کوچنيانو راگرځولو کې جدي دی او ټولو ادارو ته يې د کوچنيانو د نه استخدام امر کړی.
د ولسمشر مرستيال وياند ويلي، چې حکومت په اړوند قوانينو کې د بدلونونو په لټه کې هم دی، چې ورسره به د کوچنيانو خونديتوب او حقوقو ته ځانگړې پاملرنه وشي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button