سيمه او نړۍ

بشري حقونو سازمان د بوش د محاکمې غوښتنه کړې

د بشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کې ليکلي، چې د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبليو بوش او د امريکا د څارګرې ادارې ځینې مشران بايد محاکمه شي.

دغه سازمان يو کال مخکې په دې اړه په۱۵۰ مخونو کې يو ځانګړی راپور تيار کړی و او په افغانستان او عراق کې يې د خلکو په وهلو او ټکولو کې د امريکايي پوځيانو او استخباراتي کړيو د ښکېلتیا ثبوتونه وړاندې کړي و. سازمان له اوباما او د امريکا د تحقيق او څېړنې له ادارې غوښتي و، چې په دې اړه دې پوره څېړنه وکړي.

نن يو ځل بيا دغه سازمان د اوباما پر حکومت سختې نېوکې کړي او ويلي يې دي، چې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبليو بوش او د (CIA) پخوانی مشر جورج ټينټ، پخوانی څارنوال جان اش کروفټ او د پخواني ولسمشر مرستيال ډک چیني ټول هغه کسان دي، چې د خلکو په وهلو، ټکولو او ډول ډول جرمونو کې ککړ دي، چې بايد امريکا يې په اړه څېړنه وکړي.

راپور زیاتوي، چې د امريکا پوځي او استخباراتي افسرانو په عراق او افغانستان کې د ځورونې او کړونې داسې طريقې کارولي، چې مخکې يې ساری نه درلود.

راپور د امريکا راتلونکي جنګي او د تروريستۍ ضد پاليسيو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، که چېرې د دغه ډول ناوړه کارونو او ناکامه پاليسيو څېړنه ونه شي او ترسره کوونکي يې محاکمه نه شي، نو دا به د امريکا د نوي ولسمشر او نوې ادارې لپاره هم د يوې ناکاره تګلارې په توګه پاتې شي، چې راتلونکي حکومتونه به هم ورباندې فيصلې وکړي.

تېره ورځ د امريکا د استخباراتو پخواني مشر خبريالانو ته په خبرو کې هم همدې ټکي ته په اشارې سره وويل، چې کومه ګډوډي او تاوتريخوالی په عربي دولتونو کې روان دی که هغه د داعش را پېدا کېدل دي او که د ليبيا او شام پديدي دي دا ټول د امريکا د ګونګې او کمزورې پاليسۍ زېږنده دي. نوموړي دا هم ویلي، چې د ۹/۱۱ له پېښو وروسته امريکا د عقل پر بنا فيصلې نه دي کړي او ټولې پاليسۍ يې د احساساتو پر بنسټ تر سره کړي، چې ډېر منفي نتايج يې لاسته راوړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button