خبرونهسلايډ

بشار الاسد: د سوریې تر بشپړ نیولو به جگړه دوام لري

بشار الاسد له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې د سوریې جگړه به د سوریې تر بشپړ نیولو پورې دوام پیدا کوي اسد زیاته کړه چې یو شمېر بهرني هېوادونه به د کړکېچ تر پایه پورې سوریه کې پاتې شي.

اسد همدارنگه زیاته کړه چې د سولې له هر ډول خبرو څخه ملاتړ کوي، خو دا په دې معنا نه دی چې د ترهگرۍ ضد جگړه به ودروي. اسد د تېرو مرکو په خلاف دا وار د سوریې په بیا نیولو ټینگار کاوه او د سولې خبرو ته یې ډېر ارزښت نه ورکاوه.

د تېر کال له سپټمبر وروسته روسیې د سوریې په کورنۍ جگړه کې برخه واخیسته او پر مسلحو مخالفینو یې هوایي بمبار پیل کړ چې وروسره د بشار الاسد جگړه‌ماري په دې وتوانېدل چې د دوی له لاسه تللو سیمو څخه ډېری یو وار بیا ونیسي.

بشار اروپا ته د سوریې مهاجرینو په اړه وویل: «که اروپایان د ترهگرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي نو د سوریي خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي».

د سوریې د کورنۍ جگړې له کبله ۲۵۰ زره تنه انسانان وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button