خبرونهسلايډ

برتانیې کې توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی

تېره میاشت برتانیې کې ټول‌پوښتنه وشوه چې اروپايي اتحاديې کې پاتې شي که نه. د برتانیې ۵۲٪ خلکو غوښتنه وکړه چې هېواد دې نور اروپايي اتحادیه پرېږدي.

د پرېکړې له اعلان وروسته په برتانیه کې د ختیځې اروپا اوسېدونکو په وړاندې توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی دی. په کوڅو او عام ځایونو کې پیغوریز شعارونه لیکل شوي چې زموږ هېواد نور پرېږدئ او خپلو ځایونو ته ولاړ شئ.

د اروپايي اتحاديې د پرېکړې له مخې د دې اتحادېې د غړي هېوادونو خلک کولی شي چې د اروپا په هره برخه کې کار وکړي نو له دې امله ډېری د ختیځې اروپا اوسېدونکي برتانیې ته د کار او روزگار لپاره تللي وو.

د برتانیې پولیس وايي چې نسبت نورو کلونو ته سږکال په توکمیز تاوتریخوالي کې ۴۰٪ ډېروالی راغلی دی.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button