خبرونهسيمه او نړۍ

برتانیې هم پر سوریې هوايي بریدونه پیل کړل

برتانيې وروسته له هغه نن سهار سوريه کې خپل لومړني هوايي بریدونه وکړل، چې پارلمان يې په سوریه کې د جګړې د پیل لپاره مثبته رايه ورکړه. د برتانيې دفاع وزارت هم سوريه کې د خپلو الوتکو د بريدونو پخلی کړی دی.

د برتانيې لومړي وزير، ډېوېډ کيمرون پخوا په دې اړه ويلي و، دغه بريدونه به برتانويان خوندي کړي او د داعش پر ضد جنګېدونکي لوري ته به يې ګټه ورسېږي، نوموړي په خپلو دغو خبرو د پارلمان غړي قانع کړل، چې وړانديز يې تاييد کړي.

د دفاع وزارت وياند وايي: «برتانوي تورناډو ډوله الوتکو نن د سوريې په هوا کې الوت وکړ او خپل لومړي بريدونه يې وکړل.»

له لندن څخه خبري سرچينو ويلي وو، چې په قبرص کې له نظامي اډې د برتانيې ۶ ټايون او دوه تورناډو الوتکې د سوريې لور ته د الوت لپاره چمتو دي. ياده اډه له يو کال له زياتې مودې راهيسې عراق کې د داعش ډلې پر ضد د هوايي بريدونو لپاره کارول کېږي.

واشنګټن جګړه کې د برتانيې برخه اخیستل ستايلي او ټينګار يې کړی، چې د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې برتانيه له مهمو همکارانو څخه ده.

سرچينې زياتوي، د کيمرون وړانديز د پارلمان ۳۹۷ غړو تاييد او ۲۲۳ نورو رد کړ، خو له ۱۰ ساعته بحث وروسته بيا رايه واچول شوه او پر سوريه هوايي بريدونه تاييد شول.
ياده دې وي، چې له برتانيې وړاندې امريکا، روسيه او فرانسه هم د سوريې جګړه کې ښکېل دي او نږدې هره ورځ هوايي بريدونه کوي. د دغو بریدونو زيان تر ډېره ولسي وګړو ته اوړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button