افغانستانخبرونه

برتانیې افغانستان ته خپل نوی استازی وټاکه

نن د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ډومینیک جیرریمي په افغانستان کې خپل نوی استازی وټاکه. له جیرریمي مخکې کیرین پاریک د برتانیې استازی و. کیرین پاریک به د برتانیې د بهرنیو چارو د اړیکو مشر ټاکل کېږي. جیرریمي به د راتلونکي کال له فبرورۍ وروسته خپله دنده رسماً پيلوي.

جیرریمي تر دې مخکې ډېرې دندې تر سره کړې دي. اوسمهال جیرریمي د ترهگرۍ ضد نړیوالې ادارې مشر دی. له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په اماراتو کې د برتانيې استازی پاتې شوی دی. په ۲۰۰۵ کال کې د امنیتي او دفاعي چارو مشر او تر هغې مخکې په تایلند کې د برتانیې د سونامې ادارې مشر پاتې شوی دی.

جیرریمي له ۱۹۹۵-۱۹۹۹ پورې په اسلام اباد کې د افغانستان د چارو مسوول پاتې شوی دی. جیرریمي واده کړی او د دوو بچو پلار دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button