سيمه او نړۍ

برتانيه: له اروپايي ټولنې وتو ته دوه پنځوس سلنه رايې

له اروپايي ټولنې د وتو يا په کې د پاتې کېدو لپاره برتانيه کې په کېدونکې ټولپوښتنه کې دوه پنځوس سلنه وگړو د اروپايي ټولنې د پرېښودو او اته څلوېښت سلنه خلکو په کې د پاتې کېدو رايه ورکړې ده. تر دې دمه له اته ويشت مليونو ډېرې رايې شمېرل شوې دي او پايلې به ډېرې ژر اعلان شي.

د برتانيې په ويلز او مډلينډز کې ډېری رايې له اروپايي ټولنې د برتانيې د وتلو په اړه دي، خو لندن، سکاټ لينډ او شمالي ايرلينډ کې بيا ډېری رايې اروپايي ټولنه کې پر پاتې کېدا ټينگار کوي.

په دغه ټولپوښتنه کې پرېکړه شوې، چې دواړو لوريو کې هر يوه له پنځوسو ډېرې رايې واخيستې، بريا د هغوی په برخه ده. وړاندوینه دا کېږي، چې شونې ده له اروپايي ټولنې د برتانيا د ويستنې غوښتونکي ډېرې رايې ترلاسه کړي.

د برتانوي وگړو له دغې پرېکړې سره له ۱۹۸۵ز راهيسې پونډ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت دومره له لاسه نه و ورکړی. د پونډ ارزښت له ۱.۴ هم کښته رسېدلی دی.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button