افغانستانسلايډ

برتانيا افغانستان ته څلورسوه پوځيان رالېږي

برتانوي رسنيو څرگنده کړې ده، چې دغه هيواد افغانستان ته د څلور سوه تازه دمو عسکرو د لېږلو هوډ لري.

رسنيو د برتانوي چارواکو له خولې ليکلي، د دې پوځيانو دنده به د افغان پوځ روزنه او د افغانستان په وزارتونو او د ملي اردو د افسرانو اکاډميو کې د مېشتو برتانوي سلاکارانو او پوځيانو ساتنه وي.

څه موده وړاندې امريکا هم په يوه پرېکړه کې ښکاره کړه، چې افغانستان ته پينځه سوه تازه دمه عسکر استوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې اوسمهال شاوخوا دولس زره امريکايي او ناټو عسکر پراته دي. د دغو عسکرو يوه ستره برخه د افغانستان په ناامنه ولايت هلمند کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر ضد په جگړه بوخت دي.

د برتانيا يوه پوځي چارواکي بيکولمن ري ويلي، افغانستان ته لېږل کېدونکي تازه پوځيان به د هغو سلاکارانو ساتنه کوي، چې د افغان ځواکونو روزنه کوي او يا هم غونډو کې د گډون لپاره له نظامي اډو وځي. د هغه په وينا: «دغه پوځيان له مياشتو راهيسې تر روزنې لاندې وو او اوسمهال چمتو دي».

افغانستان کې پر بهرنيانو ډېری بريدونه د وسله والو طالبانو له لوري کېږي، خو ځينې وختونه د اردو د عسکرو له لوري هم تر بريد لاندې نيول شوي دي.

طالبانو څه موده وړاندې د امريکا له لوري افغانستان ته د بهرنيو پوځيانو يو ځل بيا لېږل «حماقت» بللی و او زیاته کړې يې وه، چې دا به يې پر جگړه هيڅ اغېز ونه لري. هغوی افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د ناستې لومړی شرط له افغانستانه د بهرنيانو بشپړ وتل ايښی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button