خبرونهسلايډ

برتانوي ځوان غوښتل چې ډونالډ ټرامپ ووژني

امریکا کې محکمې داسې شواهد او اسناد تر لاسه کړي چې له مخې یې یوه برتانوي ځوان تېره اوونۍ د ټرامپ له لوري جوړه شوې کمپایني غونډې کې غوښتل پر ټرامپ ډزې وکړي او له منځه یې یوسي.

ځوان د غونډې پر مهال غوښتل چې ټرامپ ته نږدې شي او د نږدې کېدو پر مهال یې پولیسو ته ویلي وو چې غواړي له ډونالډ ټرامپ څخه لاسلیک واخلي خو ټرامپ ته له نږدې کېدو سره سم یې کوښښ وکړ چې د پولیس له ملا څخه وسله تر لاسه کړي او په ډونالډ ټرامپ باندې ډزې وکړي.

برتانوي ځوان پولیسو ته ویلي چې له یوه کال راهیسې یې غوښتل چې ټرامپ له منځه یوسي. شواهد ښکاره کوي چې دې ځوان تر دې دمه کومه وسله نه ده کارولې خو تر دې غونډې دمخه یې ځینو د وسلو د زده کړو مرکزونو ته یې سر ورښکاره کړی وو.

دغه برتانوي ځوان محکمې ته ویلي چې که په دې غونډه کې نه وو بریالی شوی نو په راتلونکي غونډه کې یې ورته کوښښ کاوه چې ټرامپ له منځه یوسي. پولیس وايي چې د دې ځوان د ویزې تاریخ تېر شوی دی او په امریکا کې یې غېرې قانوني ژوند کاوه.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button