نثر

بدليدونکې پښتو / صفیه حلیم

د شلمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې له پيښور او کوټې خپريدونکې پاڼې چې خلکو په بيه اخيستې، د اردو او انګريزي ورځپاڼو په څيربازار نه لرلو خو محدود لوستونکي يې وو. هغه وخت ډېر پښتانه د افغاني پښتو سره اشنا شول اوافغان کډوالو پېښورۍ او د اشنغر پښتو واوريده. د لر او بر ليکوالانو او روڼ اندو ګډې غونډې او مشاعرې کولې، ناندرۍ اواعتراضونه هم کيدل خو د چاپ او خپرونو کار روان و.
د يويشتمې پېړۍ د پېل سره د ترورزم په ضد جګړې سره ناڅاپه د پښتو ويونکو اړتيا پېدا شوه. هر کس چې لږه پښتو او انګريزي يې وئيلې شوه، ترجمان او ژورناليسټ شو. په تاريخ کې په لومړي ځل پښتو ژبې بازار تود شو.
نړۍ والو ادارو هلته د خپلواکه ميډيا او د ژورناليسټانو د روزنې لپاره پېسې ورکړې. په بهر کې اوسيدونکو شته منو افغانانو ترمنځ د ټلويژن د خپرونو سيالي پېل شوه. تر ټولو لويه پانګه د امريکا له خوا وه او د افغانستان په هر ولايت کې د ” اېف- اېم” راډيوگانې، ټلويژنونه، مجلې او ورځپانې خبريدې. په ۲۰۰۵ م کې دوه نيمو سوو شاو خوا مجلې او اوونيزې پاڼې د افغان حکومت سره رجسټر شوې. داسې اندازه وه چې په افغانستان کې په سلو کې ۳۷ نفر راډيو ته لاس رسې لرلو. تر ۲۰۱۱ م ۱۷۵ راډيو سټيشنونو په ټول هيواد کې خلکو ته خپرونې کولې. په ښارونو کې خلکو ټلويژن او په دوي کې د باليووډ د فلمونو نه واخلې تر هندي او ترکي ډرامو او د سيالۍ پروگرامونه کتلې شول. خو په دې هيواد کې د لوستو خلکو شميره اوس هم لږ ده او تعليم يافته خلک اخبار يا کتاب لپاره پېسو ورکولو ته زړه نه ښه کوي.
په پاکستان کې هم دغه حالاتو د پښتو لومړي ټيلويژن (خيبر) نشرياتو ته لاره پرانسته. خو ډېر ژر په دې ټيلويژن کې هم ګډه وډه پښتو، غير معياري پروګرامونو او د اردو او پنجابي اعلانونو سره بې باوره شو.
د پښتو په نړۍ والو ادارو کې ځينو کار کوونکو پخپل مخ سر د پښتو ژبې په معياري کولو لاس پورې کړ. خو په دې کې هم زيات زور د نويو تورو په جوړولو و ځکه ژباړې کيدې. اشخاصو د ژبې د سوچا کولو کار پخپل لاس کې واخيستو چې د نه منلو الفاظ يې جوړ کړل. ميلادي کال “زيږديز” او چلزينه “غرزينه ” شول. د کونړ د سيمې يو همکار چې درې مياشتې يې بي بي سي کې وتلې وې، يوه ورځ راته وويل، ” ما د کله راهيسې چې “دلته” کار پيل کړې دې، پښتو ژبه رانه هيره شوه”
د فېسبوک او د ټويټرد لارې هغو ځوانانو په ليکنو لاس پورې کړ چې د پښتو الف با يې نه وه وئيلې. دوی په انګرېزي (رومن) تورو کې پښتو ليکي او يا په پښتو املا کې يې نوښت وکړو. ځينو ويبپاڼو په لوې لاس د املا په بدلولو لاس پورې کړيدې. طالب په تاليب، شاه محمود په شامامود او مجاهد په موجاهيد يې اړولي دي. يو کس دليل راکړو چې مونږ غواړو پښتو د عربي تورونه پاکه کړو. ځينې د ژبې د اولسي کولو لپاره خلک په “خلگ” او زراعت په “زرات” ليکي. نور د دې د ادبي کولو لپاره ستونزه، په ستونځه او کيسه په قيصه ليکي.
د دې هر څه سره سره څو مخکښانو د پخوانو ليکوالانو علمي څيړنې او کتابونود خپرولو لپاره ډيجيټل کتابتون او دغسې نورې ويبپاڼې پرانستې. په ګوګل او ويکيپيډيا کې د معلوماتو د شاملولو کار پيل شو. يو شمير خبري ويبپاڼو نوي لوستونکي او ليکونکي پېدا کړل او د انشايې يا د کالم ليکلو دود پېدا شو. په دې ناتار کې ښکاري چې لوستونکي کم او ليکونکي زيات شول.
د هرې ژبې ميډيا د معياري ژبې څو اصول ټاکلي وي. عربي ژبه د شلو نه د زياتو ملکونو رسمي ژبه ده او د هر يو ملک په مطبوعاتو کې هم هغه کلاسيک (ادبي) ژبه کارول کيږي چې د قران کريم ژبه ده. که څوک وغواړي چې په عربي مطبوعاتو کې کاروکړي نو کلاسيک عربي زدکړې ته اړوي.
آيا دا کار په پښتو کې کيديشي؟
په تيرو شلو کالو کې مونږ وليدل چې نړۍ والو ادارو په دې ژبې ډېر لګښت وکړو. د پښتو ستونزه د موادو نا بلکه د لوستونکو کمې دی. د خپلې سيمې د دکانونو لوحې وګورئ چې پښتو تر دوی رسېږي که نا؟
صفيه حليم له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button