افغانستانسلايډ

بدخشان: طالبانو د خاش ولسوالۍ مرکز محاصره کړی

د بدخشان چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خاش ولسوالۍ پر پوستو پراخ بريدونه کړي دي، خو د امنيتي ځواکونو له لوري په شا تنبول شوي دي.

وسله والو طالبانو خاش کې پر امنيتي پوستو د دوی له لوري د بريدونو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې تېره شپه يې تر لسو بجو د دې ولسوالۍ ټولې پوستې ونيولې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد څرگنده کړې، چې د ظلم اباد، کزرها، بقلک، تاجکان، کج گردن، سرلوله او جرم ولسوالۍ کې کمالينگ، يباب او سوچ سيمې يې له دولته نيولي دي او په ترڅ کې يې گڼ شمېر امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی ادعا کوي، چې طالبانو اوسمهال د ولسوالۍ د نيولو په موخه د ولسوالۍ مرکز محاصره کړی دی.

د بدخشان د والي مرستيال گل محمد بيدار رسنيو سره خبرو کې د جگړو پخلی کړی، خو په وينا يې د طالبانو بريدونو ته يې ځواب ويلی. هغه وايي له څو ساعته جگړې وروسته تازه دمي ځواکونه ور رسېدلي دي.
د هغه په وينا جگړه کې لس تنه طالبان وژل شوي او له شلو ډېر نور ټپيان دي.

بدخشان کې د طالبانو دغه بريد داسې وخت کې شوی، چې تېره ورځ مشرانو جرگه کې د بدخشان او تخار د خلکو استازو دولت دې دوه ولايتونو کې د ناامنيو په رامنځته کولو تورن کړ. دغو استازو د جرگې غونډه کې وويل، چې د شمال جگړه طالبانو سره د پردې تر شا د دولت په مشوره او ملاتړ پر مخ وړل کېږي او دولت د طالبانو ملاتړ او تمویل کوي.

بل لور ته طالبانو نن د کندز د قلعه زال ولسوالۍ پر مرکز او امنيه قوماندانۍ بريدونه کړي او تر دې دمه يې د آق تپه بازار نيمه برخه نيولې ده. چارواکي وايي، لا هم درنه جگړه روانه ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button