افغانستان

باميان: د کهمرد ولسوال خپلو ساتونکو وژلی

د باميان د کهمرد ولسوالۍ ولسوال د خپلو ساتونکو له لوري وژل شوی دی. د باميان امنيه قوماندانۍ د پېښې پخلی کړی دی.

امنيه قوماندان عبد المبين ايزديار په دې اړه رسنيو ته وويل: «د کهمرد ولسوال هادي خان سيغاني هغه مهال ووژل شو، چې د باميانو له مرکزه د کهمرد پر لور رهي و».

نوموړی زياتوي: «پېښه تېره شپه لس بجې د سيغان ولسوالۍ سوخته چنار سيمه کې رامنځته شوې ده». د هغه په وينا ولسوال د خپلو ساتونکو له لوري وژل شوی دی.

سرچينه وايي، د سيغاني ساتونکو پر خپل جرم اعتراف کړی خو لا معلومه نه ده، چې نوموړی ولې وژل شوی دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button