افغانستانسلايډ

بادغيس: داخلي بريد کې اوو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې

د بادغيس جوند ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه پوسته کې يوه سرتېري پر خپلو ملگرو بريد کړی، چې امله يې اوو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. سيمه کې د ملي اردو د دريمې لوا قوماندان ډگروال شېر محمدي رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې پېښه تېر مازديگر د جوند ولسوالۍ په تور کوتل کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړې ده، چې د دې پوستې يوه سرتېري پر خپلو ملگرو ډزې کړي، چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي، وروسته بريدگر هم په مقابلو ډزو کې له منځه تللی دی.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او زياته کړې يې ده، چې بريد د دوی ملگري عيد محمد ترسره کړی، چې د ننگرهار اوسېدونکی و. هغوی پېښه کې د بريدگر وژل کېدل هم تاييد کړي دي.

د ملي اردو او ملي او سيمه‌ييزو پوليسو په ليکو کې داخلي بريدونه لا هم يو ستر سرخوږی دی، چې له امله يې هره اوونۍ لسگونه کسان وژل کېږي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button