افغانستانسلايډ

بادغيس: اتيا تنه پوليس طالبانو ته تسليم شوي

د بادغيس چارواکو خبر ورکړی، چې د يوه قوماندان په گډون لسگونه سرحدي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي. هغوی زياته کړې ده، چې دغه پوليس له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري کلابند وو او چې د حکومت له لوري مرستندويه ځواک ور ونه رسېد، طالبانو ته تسليم شول.

پېښه پرون ماښام د بادغيس د بالا مرغاب ولسوالۍ په موريچاق کلي کې رامنځته شوې ده او تسليم شويو پوليسو خپلې وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

د بادغيس د والي وياند خالد ساپي د دې خبر پخلی کړی دی، خو په وينا يې تسليم شوی پوليس يوازې د پنځوسو تنو په شاوخوا کې دي. ده زياته کړې ده، چې د اکبربای په نامه د يوه قوماندان اته څلوېښت کسيزه ډله له پرون ماښام راهيسې بې درکه ده او چارواکو سره يې اړيکه پرې ده.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې له لارې ادعا کړې، چې د ترکمنستان سرحد ته نږدې يې د سرحدي پوليسو يوه مهمه قرارگاه په بشپړ ډول نيولې ده او په کې مېشت اتيا تنه سرتېري دوی ته تسليم شوي دی.

معلومه نه ده، چې طالبان به له دغو پوليسو سره څه ډول چلن وکړي، خو په تېرو وختونو کې يې په ډېری ورته پېښو کې تسليم شوي پوليس د دې ژمنې په بدل کې بېرته خوشې کړي دي، چې د بيا لپاره به خپلو دندو ته نه ورگرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ جوزجان کې هم د يوه قوماندان په ګډون يو دېرش تنه سيمه‌ييز پوليس طالبانو ته تسليم شول.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button