خبرونه

ایټالیې کې زلزلې درانه زیانونه اړولي

یوې زورورې زلزلې چې ۶.۲ میگناچیوته اندازه یې وه د ایټالیې مرکزي برخې ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د لومړیو راپورنو له مخې تر دې دمه ۳۷ کسان مړه او پاتې نور ډېر د خارور لاندې بې‌درکه دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې د راپور له مخې د زلزلې عمق یوازې لس کیلومتره وه چې له امله یې د ښار ودانیو ته ډېر زیان اوښتي دي. راپورونه زیاتوي چې د ایټالیې د ښار ودانۍ شاوخوا ۲۰ ثانیو پورې خوځېدې.

د ایټالیا ښاروال له آر ای آی راډیو سره وویل چې د ایټالیا د مرکز برېښنا پرې او د ودانیو له خاورو څخه د ټپیانو د راوېستلو لپاره گړندي کارونه روان دي.

په ۲۰۰۹ کال کې زلزلې د ۳۰۰ کسانو ژوند په ایټالیا کې واخیست.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button