خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

ایران یو ویشت سنیان په دار زړولي

ایراني چارواکو نن سهار د جوهر دشت په سیمه کې د رجائی شهر په زندان کې ۲۱ سیاسي سني بندیان په دار وزړول، جوهر دشت سیمه د ایران د پلازمېنې تهران په جنوب لویديځ کې پرته ده.
په زندانیانو کې شهرام احمدي په نوم یوه اسلامي بلونکې ښځه هم وه چې نن په دار وزړول شوه.
ایراني چارواکو العربیة رسنۍ ته وویلي چې ۱۷ سني سیاسي زندنیا هم د ورته برخلیک په تمه دي او ډېر زر به په دار وزړول شي.
ایراني رسنیو د ۱۸ زړول شوو کسانو نومونه خپاره کړي چې لاندې کسان په کې دي:
۱-احمد نصيري ۲- ادريس نعمتي ۳- آرش شريفي ۴- پوريا محمدي ۵- عبدالرحمان سنكاني ۶- نصرالله مرادي۷- بهروز شاه نظري۸- بهمن رحيمي ۹- عالم برماشتي ۱۰- طالب ملكي ۱۱- شهرام احمدي ۱۲- سيد شاهو ابراهيمي ۱۳- تيمورنادري زاده ۱۴- فرزاد شاه نظري ۱۵- كاوه ويسي۱۶-كاوه شريفي۱۷-فرشيد ناصري۱۸- فرزاد هنرجو.

ایراني چارواکو ویلي چې د جوهر دشت زندان د پولیسو لخوا کلک امنیتي تدابير نیول شوي او ۱۷ تنه نور زندانیان مو یو نا څرګند ځاي ته د زړولو لپاره لیږلي.
د ایران د استخباراتو وزارت په یو خبر پاڼه کې لیکلي چې زړول شوي کسانو د ۲۰۰۹ز کال راهیسې د ایران په کردستان او د ایران په غرب کې د ایران د دولت په خلاف فعالیتونه کول او اکثره یې له سلفي مذهب سره تړاو لري چې د ایران په بلوچستان کې به یې خلکو ته د سلفیت بلنه ورکوله.
تر اوسه پر ۳۷ سني زندانیانو د اعدام حکم شوي چې ۲۱ یې نن په دار شول او نور به یې سبا په نا څرګند ځاي کې په دار وزړول شي.
لاندې سلت کې ۳۷ سنیان دي چې ایران پرې د اعدام حکم کړی.
۱-ﮐﺎﻭة ﻭﯾسي ۲- ﺑﻬﺮﻭﺯ ﺷﺎﻧﻈﺮي ۳- ﻃﺎﻟﺐ ﻣﻠكي ۴- ﺷﻬﺮﺍﻡ أﺣﻤﺪي ۵- ﮐﺎﻭﻩ ﺷﺮﯾفي ۶- ﺁﺭﺵ ﺷﺮﯾفي ۷- ﻭﺭﯾﺎ ﻗﺎﺩﺭﯼ ﻓﺮﺩ ۸- ﮐﯿﻮﺍﻥ ﻣؤﻣني ﻓﺮﺩ ۹- ﺑﺮﺯﺍﻥ ﻧﺼﺮالله ﺯﺍﺩه ۱۰- ﻋﺎﻟﻢ ﺑﺮﻣﺎﺷتي ۱۱- بوﺭﯾﺎ ﻣﺤﻤﺪي ۱۲- أﺣﻤﺪ ﻧﺼﯿﺮي ۱۳- ﺍﺩﺭﯾﺲ ﻧﻌمتي ۱۴- ﻓﺮﺯﺍﺩ ﻫﻨﺮﺟﻮ ۱۵ ﺷﺎﻫﻮ ﺍﺑﺮﺍﻫﯿمي ۱۶- ﻣﺤﻤﺪ ﯾﺎﻭﺭ ﺭﺣﯿمي ۱۷- ﺑﻬﻤﻦ ﺭﺣﯿمي ۱۸- ﻣﺨﺘﺎﺭ ﺭﺣﯿمي ۱۹- ﻣﺤﻤﺪ ﻏﺮﯾبي ۲۰- ﻓﺮﺷﯿﺪ ﻧﺎﺻﺮي ۲۱- ﻣﺤﻤﺪﮐﯿﻮﺍﻥ ﮐﺮﯾمي ۲۲- أﻣﺠﺪ ﺻﺎﻟحي ۲۳- ﺍوﻣﯿﺪ بيوند ۲۴- ﻋلي ﻣﺠﺎﻫﺪي ۲۵- ﺣﮑﻤﺖ ﺷﺮﯾفي ۲۶- ﻋﻤﺮ ﻋﺒﺪﺍﻟﻠهي ۲۷- ﺍوﻣﯿﺪ ﻣﺤﻤﻮﺩي ۲۸- قاسم آبسته ۲۹- داود عبداللّهي ۳۰- کامران شیخه ۳۱- خسرو بشارت ۳۲- أیوب کریمي ۳۳- أنور خضري ۳۴- فرهاد سلیمي ۳۵- عبدالرحمان سنكاني ۳۶- جمال موسوي ۳۷ فرزاد شاه نظري.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button