خبرونهسيمه او نړۍ

ایران څلور امریکايي بندیان خوشې کړل

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت څلور ایراني الاصله امریکایي اتباع نن خوشې کړي. عباس جعفري دولت ابادي، د ایران لوی څارنوال ویلي: «څلور دوه تابعیته ایرانیان نن د ورځې په اوږدو کې د زندانیانو په یوه تبادله کې خوشې شول».

د ایراني ټلویزیون د راپور له مخې، جیسون رضاییان، ایرانی-امریکایی خبریال چې له یوه کال راهیسې په ایران کې زنداني و، هم خوشې شوی. ایراني رسنۍ د نورو خوشې شوو بندیانو نومونه رضاییان، سعید عابدیني، امیر حکمتي او نصر الله خسروي یادوي.

ایران ادعا کړې چې د دوو تابعیته ایرانیانو د خوشې کولو په بدل کې په امریکا کې اووه تنه ایراني بندیان هم شوې شوي. امریکا تر اوسه دغه ادعا نه ده تایید کړې.

یوه امریکايي چارواکي اسوشیټيډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دغو زندانیانو د خوشې کولو پر سر هوکړه له ۱۴میاشتو خبرو اترو وروسته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترلاسه شوه.

دغه امریکایی چارواکی همداراز وايي چې ایران به پنځم زنداني هم «د زندانیانو له تبادلې پرته» خوشې کړي. ایراني چارواکو دغه موضوع نه ده تایید کړې.

دمگړۍ په ویانا کې د ایران، امریکا او اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه روانه ده او نړیوالې خبري رسنۍ په تمه دي چې تر څو شېبو پورې به پر ایران لگېدلي بندیزونه رسماً لرې شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button