سلايډنظر او تحلیل

ایران: پر بهرنیو سفارتونو بریدونه

ژباړه او زیاتونه: محمد اشرف ياد

سعودي عربستان د ایران سره د 1979م راهیسې کله چې په ایران کې د محمد رضا پهلوي نظام د انقلاب په ترڅ کې ونړېد، اړيکې درلودې چې ډېرې لوړې او ژورې پکې مخې ته راغلې دي.
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه ایرانیانو په تهران کې د سعودي عربستان په سفارت او د مشهد په ښار کې د نوموړي هېواد په قونسلګرۍ بريدونه وکړل، دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې په سعودي کې په بېلابېلو جرمونو تورن شیعه مشر النمر باقر النمر د حکومت له لوري اعدام شو، د اعدامونو په دې لړۍ کې د القاعده شبکې 46 تنه غړي هم په دار وځړول شول.
النمر باقر النمر په 1959م کال کې د سعودي په قطیف سیمه کې زېږېدلی دی، هغه په 1980م کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، له هغې وروسته د ایران قم ښار ته لاړ، له هغه ځایه په سوریه کې د علمیه حوزې سره یو ځای شو، وروسته سعودي ته لاړ او د العوامیه جومات خطیب وټاکل شو، په خطبو کې يې د سعودي نظام پر ضد سیاسي تبلیغات پېل کړل، وخت ناوخت به يې په اصحابو کرامو پسې بد ویل،د سعودي څخه د الشرقیه سیمې د بېلتون او پکې د فقیه نظام د پلې کېدا غوښتونکی وو، د عرب پسرلي پر مهال يې په سعودي کې پراخ لاریونونه وکړل او ځوانان يې وسله وال پاڅون ته وهڅول، د بحرین په پېښو کې يې هم لاس درلود خو د حکومت له لوري ډېر زر له پښو وغورځول شو، په 2012م کې د حکومت له خوا د تېښتې پر مهال ونیول شو او په پښه ټپي شو، نوموړی د ملي یووالي د بې ثباته کولو، د مذهبي فتنې او په عوامیه ښارګوټي کې د امنيتي ځواکونو د وژنې په تور د 2015م کال د اکتوبر په 25مه د محکمې لخوا په اعدام محکوم شو.
په ډېپلوماټيکو نمایندګېو بريدونه کول په ایران کې یو فرهنګ او یو معمول دی خو د ویانا د ۱۹۶۱م کال د اپرېل د اتلسمې نېټې ډيپلوماټيک کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده، ددې کنوانسیون دوه ویشتمه ماده وايي:
۱ـ د ماموریت ټول ځایونه خوندیتوب لري او د قبلوونکي دولت مامورین د ماموریت د رئیس له اجازې پرته هلته د ننوتلو حق نه لري.
۲ـ قبلوونکی دولت ځانګړې دنده لري چې ټول هغه لازم تدابیر ونیسي چې له امله يې د ماموریت ځایونه تر تېري لاندې رانشي، زیان ورته ونه رسېږي، سوکالي او ارامي يې متزلزله نشي.
۳ـ د ماموریت ځایونه، اسباب، اثاثیه او نور شیان، چې په دې ځایونو کې شتون لري، همدارنګه د ماموریت نقلیه وسیلې له پلټنې، مصادرې، توقیف او یا هم له نورو اجرایوي اقداماتو څخه خوندي دي.
د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۹م کال د نومبر په څلورمه نېټه د ایران انقلابي ځوانانو په تهران کې د امریکا په سفارت بريد وکړ او ۶۵ تنه امریکايي ډېپلوماټان يې د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل کړل، امریکا د خپلو ډېپلوماټانو په بدل کې ایران ته د سرو زرو خښتې ورکړې او هم يې د ایران هاغه سره زر چې په امریکا کې مصادره شوي وو ، بېرته ورکړل، دا ډېپلوماټان د ۱۹۸۱م د جنورۍ په شلمه را خوشې شول خو د واشنګټن او ایران اړيکې يې خرابې کړې، حتی تر دې چې د امریکا بوینګ شرکت هغه توکي چې د ایران په ایرنا شرکت يې په ۱۹۷۹م کال کې پلورلي وو، تېر کال ورکړل.
ابراهیم اصغرزاده، عباس عبدی او محسن میردامادی ددې لوبې مرکزي غړي وو، په محمود احمدي نژاد چې د ۲۰۰۵- ۲۰۱۳ پورې د ایران ولسمشر وو، هم دا تور دی چې هاغه مهال ددې ډلې ملګری وو خو نژاد دا ډول تورونه رد کړي دي، لنډه دا چې نوموړې پېښه د ایران د ډېپلوماسۍ په تاریخ کې ډېره بده پېښه ګڼل کېږي.
په ایران کې د سعودي عربستان په سفارت د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷م کال کې بريد وشو، په همدې کال د کویټ سفارت هم د بريد لاندې راغی، په تهران کې د روسيې په سفارت په ۱۹۸۸م کال کې د خلکو له لوري بريد ترسره شو، په ۲۰۰۷م کې د کويټ سفارت یو تن ډېپلوماټ د مرګوني بريد له امله سخت ټپي شو، په ۲۰۰۹م کې د پاکستان، په ۲۰۱۱م کې د انګلیستان سفارتونه او په همدې کال په مشهد ښار کې د سعودي عربستان قونسلګري د لاریونونو او بريدونو لاندې راغله، ویل کېږي چې ددې بريدونو تر شا د حکومت لاس وي.
لنډه دا چې د روان ۲۰۱۶م کال د جنورۍ په لومړۍ د شنبې په شپه په تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې ددې هېواد قونسلګرۍ ته لاریون کوونکي ننوتل او د دواړو ډېپلوماټيکو نمایندګیو اسناد او دفتري اوراق يې څه ګډوډ او څه له ځانه سره یوړل، د سعودي بېرغ يې راښکته او بیا وسوځاوه، د سعودي د بهرنېو چارو وزارت د عمومي اړیکو مشر اسامه نقلي وايي چې د بريدونو پر مهال زمونږ ډېپلوماټانو ایراني چارواکو ته د برید څخه خبر ورکړ خو هغوۍ هیڅ ډول مرسته ونکړه.
سعودي ایران تورن کړ چې د تروریستانو ملاتړ کوي نو ځکه سعودي ددې برېدونو په غبرګون کې خپلې ډېپلوماټيکې او اقتصادي اړیکي له ایران سره وځنډولې، هوايې الوتنې يې بندې کړې، ایران ته يې د سعودي اتباعو په سفر بندیز ولګاوه، د جنورۍ په درېيمه د سعودي د بهرنېو چارو وزیر عادل الجبیر په سعودي کې مېشتو ایراني ډېپلوماټانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ تر څو سعودي ترک کړي او هم يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خپل احتجاج وړاندې کړ چې د ایران دا عمل د ملګرو ملتونو د امنیت شور له لورې ډېر زر وغندل شو، له دې پرته د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزراتونو چارواکي وايي چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د نارمل کولو لپاره يې هلې ځلې پېل کړي دي.
ایران د پېښو وروسته د امنیت شوری ته یو لیک واستوه او خپله پښېماني يې څرګنده کړه خو په ملګرو ملتونو کې د سعودي استازی عبدالله المعلمي وايي مونږ اړيکې ددې لپاره نه دې پرې کړي چې ایران له مونږ بښنه وغواړي بلکې دا کار مو ددې لپاره کړی دی چې ایران د تېریو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
ددې پېښې څخه وروسته یو ځل بیا د لاریون والو له لوري په ایران کې د سعودي په سفارت او قونسلګرۍ بريدونه وشول، د ایران امنیتي چارواکو هم اعلان وکړ چې ددې پېښو په تړاو يې تر 50 تنو پورې تورن کسان نيولي دي چې د ایران د قوانینو په رڼا کې به ورسره حساب وشي.
بحرین، سوډان، کويټ او جيبوتي هم په تهران کې خپل سفارتونه وتړل، اماراتو خپلې اړيکې د شارژدافر کچې ته راښکته کړې، قطر او ځنې نورو عربي هېوادونو هم په ایران نيوکې وکړې.
د عرب لیګ مشر نبیل العربی وویل چې د ایران دا عمل د نړېوالو تړونونو او عرب لیګ د منشور خلاف دي.
د ایران لارښوود ایت الله علي خامنه ای ، ولسمشر حسن روحاني او د بهرنېو چارو وزرات مرستیال حسین امیر عبدالهیان رسنېو ته وویل چې سعودي غواړي د اړېکو په پرې کولو سره په خپل جنایت پرده واچوي سره ددې چې په تهران او مشهد کې د سعودي ډېپلوماټانو ته هيڅ زیان نه دی اوښتی.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري وویل چې سعودي باید خپلو بې منطقه، احساساتي او بې مدیریته کړنې پای ته ورسوي.
په لبنان کې د حزب الله شیعه ډلې مشر حسن نصرالله هم په سعودي کې د النمر اعدام غندلی دی.
سعودي عربستان د ایران سره د اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول د منځني ختیځ هېوادونو په مشرۍ، د یمن او سوريې په مسایلو کلک اختلاف لري، له دې ستونزو پرته ایراني چارواکي وخت نا وخت د حج په مراسمو هم نيوکې کوي او د سعودي نظام بې کفایته بولي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button