خبرونهسيمه او نړۍ

ایران له اقتصادي بندیزونو خلاصېږي

د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران،جواد ظریف او جان کیري ویانا ته د اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو لپاره رسېدلي. تمه وه چې د ویانا پر وخت له پنځو بجو څخه مخکې دواړه وزیران رسنیو ته د بندیزونو د لرې کیدو خبر ورکړي؛ خو د بندیزونو د لرې کیدو له خبر څخه مخکې د بندیانو پر تبادلې بحث شوی دی. ایراني رسنیو شيبه وړاندې خبر ورکړ چې د ایران حکومت پنځه ‌تنه ایراني الاصله امریکايي بندیان خوشې کړل او له امریکا سره بندي ایرانیان هم ازاد شوي. یوازې په ایران کې ورک شوی امریکايي «لوینسون» تر دې دمه بې درکه دی ظریف کیري ته د لوینسون د پلټنې په اړه ډاډ ورکړی دی.

د غونډې له تالاره بهر خبریالان له دوو بجو راهيسې په تمه دي چې رسنیو ته د بندیزونو خبر ورکړي؛ خو وروسته څرگنده شوه چې دواړه لوري د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي. ځینو خبریالانو ویلي چې د اعلان په ځنډ کې کومه حقوقي ستونزه نشته یوازې تخنیکي ستونزه ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې اسراییلو د غونډې په اړه اندېښنه ښکاره کړي ده. د اسراییلو د ستراتیژیکو چارو وزیر گلعاد اردان رسنیو ته وویل چې له ایران څه د اقتصادي بندیزونو لرې کیدل اسراییل له گواښ سره مخ کوي. ده زیاته کړه چې ایران د امریکا له دې پریکړې سره په اسانۍ اتومي بمونه لاسته راوړی شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button