سلايډنظر او تحلیل

ایران – سعودي ترینگلې اړیکې او پر سیمه یې اغېزې

محمد سعيد عادل- رياض سعودي عربستان

وړمه ورځ سعودي عربستان د شيعه عالم نمر النمر په گډون ۴۷ سنيان د بغاوت په تور اعدام کړل، مگر د ۴۶ سنيانو په اړه هېڅ هېواد او ډلې خپل توند غبرگون ونه ښود او يوازې ايران و، چې د سعودي شيعه عالم په وژنه يې توند غبرگون وښود.

ايرانيانو په تهران کې د سعودي سفارت وسوځاو، په مشهد کې يې قونسلګرۍ ته اور واچاو او د ايران غوسه يې دومره راوپاروله، چې د ايران مذهبي مشر اية الله خامنه‌يي په خپلې وينا کې وويل، چې «سعودي به په الهي عذاب اخته کيږي.»
له دې اعدامه وروسته د سنيانو او شيعه‌ګانو تر منځ د تاوتريخوالي د زياتېدو وېره ده.

دا څه اټکلي خبره نه وه، چې سعودي عربستان دې د يو شيعه عالم په گډون ۴۷ سنيان د نوي کال په پيل کې په يوه ورځ اعدام کړي او دوی په دې تمه هم و، چې ايران، حزب الله او نورې شيعه ډلې به د سعودي پر ضد څرگندونې او مظاهرې کوي او تر څنگ يې د القاعدې غړو به اعدام وروسته هم د غچ اخيستو وېره موجوده وه.

که موږ فکر وکړو، نو پوهيږو، چې سعودي دا کار د يو منظم پلان او مشورو له مخې کړی دی. تېره مياشت د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش اوغلو او ورپسې ترکي ولسمشر رجب طيب اردوگان د سعودي په مذهبي سياست سختې نيوکې وکړې، سعودي عربستان همدا رنگه له ترکيې سره ستراتيژيکه همکاري لري. د سعودي دفاع وزير محمد بن سلمان، چې د ۳۴ ايتلافي هېوادونو د جگړې مشري هم پر غاړه لري د ۴۷ کسانو د اعدامونو اعلان په داسې حال کې وکړ، چې څو ورځې وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان رياض ته تللی و.

د القاعده غړي شل کاله وړاندې او شيخ نمر النمر دوه کاله وړاندې په اعدام محکوم شوي وو او دا هم ممکن وه، چې سعودي چارواکي د اعدام پرېکړه راتلونکي وخت ته وځنډوي، مگر سعودي عربستان دا هر څه د سيمه ييز ملاتړ او پوره باور لرو سره کړي دي.

د سعودي شاهي کورنۍ سرچينې وايي، چې دوی به د نظام دښمنانو سره گزاره ونه کړي، هغه که د سياسي حالاتو د خرابولو هڅه کوي او که وسله‌واله مبارزه کوي، دوی به يې په سخته سزا ورسوي.

د پام وړ خبره دا ده، چې سعودي عربستان دا اعدامونه په داسې حال کې وکړل، چې سږ کال حج کې د مينا خونړۍ پېښې ډېری قربانيان ايراني شعيه ګان وو، چې شمېر يې څلور سوو ته رسيږي او داسې اټکلونه کيږي، چې کېدای شي راتلونکو لنډو ورځو کې د شيعه او سني او په ځانگړې توگه د ايران او سعودي تر منځ تاوتريخوالی نور هم زيات شي.

سعودي تل پر ايران نيوکې کوي، چې عربي نړۍ او په ځانگړې توګه سعودي عربستان کې لاسوهنې کوي، په داسې حال کې امريکا او نړيوالې ټولنې د تېر کال جولايي کې ايران سره اتومي تړون لاسليک کړی او تېره ورځ وال سټريټ ژورنال په خپله سرمقاله کې ليکلي و، چې له اتومي تړون وروسته ايران د سيمې او نړۍ لپاره په يو گواښ بدل شوی دی. امريکا او نړيواله ټولنه د سعودي دا تورونه له مبالغې ډک بولي، مگر د عربي چارو څارونکي د امريکا دا څرگندونې ردوي او وايي، چې ايران په لوی لاس او د امريکا په سلا مشوره عربي نړۍ کې تاوتريخوالي ته لمن وي. سوريه، عراق او يمن يې څرگند مثالونه بولي.

عربي نړۍ د ايران او سعودي ترمنځ د جگړې کرښه گرځېدلې او د ترکيې گټې هم تر ډېره سعودي سره شريکې دي او د تورو پردو شا ته چې څه دي، هغه لا نه ښکاري.

لومړی خو داسې اټکل کېده، چې ايران به سعودي عربستان سره خپلې اړيکې وشلوي او خپل سفير به له سعودي عربستانه راوغواړي، مگر سعودي لومړی له ايرانه خپل سفارتي عمله راوغوښته او د ايران سفير يې له خپل هېواده وشاړه.
سعودي د خپلې کړنې لپاره قانع کوونکي دلايل هم لرل؛ ځکه چې ايران کې د سعودی سفارت او قونسلګرۍ وسوځول شوې او د سعودي پر ضد شعارونه ورکول شول.

ايرانيان په سياسي توگه ډېر نرم خلک دي، عملا د خپلو رسمي سرچينو له لارې ترخې څرگندونې نه کوي او خپله غوسه د ولسي مظاهرو له لارې ښکاره کوي.
تېره ورځ خامنه‌ييايي وويل، چې سعودي به په سخت الهي عذاب اخته شي او ورپسې عربي هېوادونو او افريقا لپاره د ايران د بهرنيو چارو استازي عبداللهيان هم وويل، چې سعودي به د دې کړنو درون تاوان وگالي او تر اوسه دا نه ده، روښانه، چې دا غچ او تاوان به څنگه وي.

د نمر د اعدام لومړني غبرگونونه د سعودي ختيځ شيعه مېشتو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزو کې راڅرگند شو، شيعه گانو عراق د سنيانو دوه جوماتونه وسوځول، پاکستان او نورو هېوادونو کې هم د سعودي عربستان پر ضد مظاهرې وشوې.

د څارونکو په اند ايران نه غواړي، چې سعودي سره په مخامخ نښتو کې ښکېل شي او ټوله هڅه يې دا ده، چې عربي نړۍ، په ځانگړې توگه يمن کې د سعودي ځواک اوبه او پر وړاندې يې خنډونه او سرخوږی جوړ کړي.

پر سيمه او نړۍ يې اغېزې

د سعودي او ايران تر منځ له سفارتي تاوتريخوالي وروسته بحرين يوازيني عربي هېواد دی، چې ايران سره يې خپلې اړيکې پرې کړې، اماراتو ايران سره خپلې سفارتي اړيکې يوازې تر شازدا فيره محدودې کړې، کويت، قطر او عمان تر اوسه غلي دي او وروسته به پرېکړه کوي، چې څه وکړي. د پخوا پر خلاف سوډان، چې د خليجي همکارۍ له تړونه بهر هېواد دی او تېرو څلوېښتو کالو کې د ايران ايتلافي پاتې شوی، د سعودي عربستان پر سر يې له ايران سره د خپلو سفارتي اړيکو د پرې کولو اعلان کړی دی. د سعودي نور ايتلافي او ملگري هېوادونه، اردن، المغرب، مصر او ترکيه که په لنډ وخت کې د سعودي ملاتړ او ايران مخالفت ونه کړي، نو دا سعودي لپاره له دې هېوادونو د نهيلۍ لامل شي.

په نړيواله کچه برتانيې، المان او فرانسې د سعودي او ايران د وروستيو تاوتريخوالي په اړه خپلې اندېښنې څرگندې کړي، په عين حال کې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگي لاروف د ايران او سعودي بهرنيو چارو وزيرانو ته بلنه ورکړې، چې د ستونزې کمولو په موخه د روسيې په کوربه‌توب ماسکو کې مخامخ ناسته وکړي او تر اوسه دواړو هېوادونو د روسيې وړانديز په اړه څه نه دي ويلي.

د څارونکو په اند د ايران او سعودي تر منځ تاوتريخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي او کېدای شي داسې يو حالت ته ورسيږي، چې سمول يې ناشوني شي، مگر که دواړه هېوادونه او نړيواله ټولنه ژور فکر وکړي، د جگړو ا وتاوتريخوالي پايلې په نظر کې ونيسي، په نرمو دماغو پرېکړه وکړي او سيمه له اوږدمهالي تاوتريخوالي او جگړو وژغوري.

د عربي چارو څارونکي وايي، چې راتلونکې شپې ورځې ډېرې پام وړ دي، چې سعودي او ايراني چارواکي څه پرېکړې کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button