د پرون کیسهسلايډکتابونهنظر او تحلیل

ایا ملگري ملتونه یې ترسره کولای شي؟ (۴)

ایا ملگري ملتونه یې ترسره کولای شي؟ (۴)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړه: سمیع‌الله ایلم

کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته، باید اروپا ته ستون شوی وای چې د سوله ساتو ځواکونو په هغه غونډه کې چې په بخارست کې د نړۍ د هیوادونو ۴۰ مشرانو په ګډون، جوړېده برخه واخلم. دا مهال د ټولو سترګې ملګرو ملتونو ته وې، ځکه چې مهم ورته برېښېده. د غونډې ټولو استازو پرې ټینګار کاوه چې څومره ژر کېدای شي له افغانستان سره د نظامي او ملکي مرستو د همغږۍ یو ګډ میکانیزم رامنځته شي. د غونډې د پریکړه لیک مهمه خبره او پایله دا وه چې: «بې له پرمختګه امنیت نشته او بېله امنیته پرمختګ». پرېکړه لیک ما او یوناما ته پیاوړی پیغام راکړ چې د تګلارې پر پلي کولو او همغږۍ کولو کار پیل کړو او ملکي او نظامي تګلارې له یو بل سره نږدې کړو.

پرېکړه لیک ما او یوناما ته د منشور د همغږي کولو په برخه کې اوږد لاس را کړ. د دې ملاتړ ګټه دا وه چې موږ په دې وتوانېدلو څو نظامي او ملکي مرستې په یوې ستراتیژۍ کې سره راټلوې کړای شو.

د حکومتونو او هېوادونو مشرانو غوښتل څو د ملګرو ملتونو رول د افغانستان په کچه وغوړیږي. دا ټولې خبرې مثبتې وې، خو د اندېښنې خبره دا وه چې په لنډ پرېکړه لیک کې زما نوم دوه ځلې یاد شوی و. سپنتا راسره ټوکه وکړه: «ویاند ستاسې نوم زما له ولسمشر څخه زیات یاد کړ.» ما داسې و انګیرله چې د افغانانو دا کار نه دی خوښ شوی، زما له انده دوی د خپل ځان لپاره د ډېر مسؤولیت غوښتنه کوله، دوی رښتیا هم نه غوښتل چې د نړیوالې ټولنې استازی دې راټوپ کړي او محوري رول دې تر سره کړي.

یوازې یو ویناوال، هغه هم د ناروې لومړی وزیر جینز سټولټینبرګ له ما سره همنظره و. هغه وویل: «ننګونه همغږي نه ده، بلکې په خپله د دې منل دي چې همغږي شوي یو». ملګري ملتونه به هغه وخت بریالي وي چې غړي یې خپل چلند او دریځ ته بدلون ورکړي. په اوسني وضعیت کې پرمختګ کومه پایله نه لري. زما د څوکۍ تر شا چې څومره ملاتړ راڅرګند شو، منندوی یې وم، خو د لومړي وزیر سټولټینبرګ نظر او وړاندیز ځانګړی هرکلی غوښت. دا سمه ده چې ملګرو ملتونو د همغږۍ کولو لپاره تګلاره درلوده، خو سیاسي چمتووالي د بسپنه ورکوونکو ځانګړې پاملرنه هم  غوښته او دا یوه اړتیا هم وه.

په داسې ناستو او غونډو کې مشران وار له مخه چمتو شوې وینا اوروي، خو د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلامېرکل د خپلې وینا پر مهال زه د خپل اغېز لاندې راوستم. نوموړې پرته له دې چې د کاغذ له مخې وینا وکړي، مخامخ ولسمشر کرزي ته وکتل او زیاته یې کړه: «ښاغلی ولسمشره! موږ ستاسې هیواد ته راغلي یو. دا هیواد زموږ لپاره بهرنی هېواد دی، تاسو باید موږ ته ووایئ چې څه وکړو او څه ته اړتیا لرئ چې موږ پرې خبر شو.»

د مېرکل خبرو د رغنده بحث مخ پرانیسته. د نوموړې خبرې به له ډېرو کمو هغو وي چې په افغانستان کې ما د خپل دوه کلن ماموریت پر مهال اوریدلې وې. د غونډې پرېکړه لیک د ستونزې د حل په موخه هر اړخیزه حل وړاندې کړ، داسې یو حل و چې ملکي او نظامي هڅې به د یوې ستراتیژۍ دوې برخې وي. دې غونډې یو څه روښانه کړل، هغه دا چې د طالبانو له راپرځیدو شپږ کاله وروسته بیا هم نړیواله ټولنه په دې نه وه توانېدلې څو یو روښانه سیاسي دریځ ولرلی شي.

دا ټولو ته معلومه وه چې واک ته د طالبانو بیا راستنېدو ته په سپکه کتل شوي دي. ولسمشر کرزي په څرګنده اعلان کړه چې افغان امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د پلازمېنې د امنیت مسؤولیت تر لاسه کړي. له سیاسي اړخه دا له مهارته ډک یو نوښت و چې د راتلونکي لپاره يې یو څه هیله له ځان سره درلودله، خو که سپینه یې ووایو د کابل شاوخوا وضعیت نور هم کاواکه شوی و او اټکل دا و چې د څو میاشتو په ترڅ کې به لا ترینګلی شي. د هغه پسرلي چې زما ماموریت پکې پیل شوی و، د پیل میاشتې له سیاسي لوبغاړو او بسپنه ورکوونکو سره په لیدنو تېرې شوې. لاسته راوړنې له یوې استثنا‌‌‌ء پرته په سیاسي توګه مهمې او پاموړ هغه وې. دا وړه خبره نه وه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دې په خپلو تعارفي لیدنو کې د امریکا له ولسمشرو المان، انګلستان او کانا‌‌ډا له لومړیو وزیرانو سربېره له نورو مهمو او مشهورو سیاستوالو سره وګوري.

په دومره ستره کچه پاملرنه، نه دا چې سیاسي ملاتړ ته یې لار پرانیستله، بلکې ځینې هېوادونه چې په افغانستان کې یې پانګونې سیاسي، نظامي او اقتصادي موخي درلودې، کوردننه له پوښتنې سره مخ شول. دوی باید خپل ولس ته لاسته راوړنې په ډاګه کړې وای. په هر صورت زه د دې لیدنو پر مهال ځینو پوښتنو ډېر حیران کړم لکه: حالات مو څنګه وارزول؟ څه فکر کوئ؟ څه کړنلار لرئ؟ زه خو ایله اوس رارسېدلی وم او څو ورځې مې میدان کې تېرې کړې وای، نو څنګه به مې دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکول. دغو هېوادونو خو په افغانستان کې کلونه تېر کړي دي، ما تمه درلوده چې دوی به له ما سره خپلې سیاسي تجربې او اندونه را شریک کړي، خو خبره سرچپه وه، هغه داسې چې دوی له ما پوښتل. ځینو پوښتنو د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو څخه سرچینه اخیسته، خو ځینې نورې د دې ښکارندویه وې چې نړیوالې ټولنې کې د ماموریت په اړه نارامي او پوښتنې مخ په ډېرېدو دي.

له سیاسي اړخه، د اپرېل په پای کې واشنګټن کې زموږ ناستې ډېرې مهمې وې. د امریکا د ملي امنیت سلاکار سټیفن هیډلي په ناټو او نورو غونډو کې د ګډون له برکته ما پېژنده. د بهرنیو چارو وزیره کونډا لیزا رایس او د دفاع وزیر رابرټ ګیټس، ما د ناټو په مختلفو غونډو کې لیدلی و، خو خبرې مې ورسره نه وې شوې. واشنګټن ته چې ورسېدم رایس راته له خپلو ملګرو (هیډلي او ګیټس) سره یو ځای د ماښامنۍ بلنه راکړه.

دا له سخاوته ډک نوښت و، د میز شاوخوا ازاده او نارسمي چاپېریال زه اغېزمن کړم. رایس خبره داسې راټوله کړه: «موږ باید په رښتیني توګه داسې یوه هڅه وکړو چې له افغانانو ډېر څه واورو. دا به سمه وي که ووایو چې موږ دا هېواد په سمه توګه نه پېژنو.» زما په اند ټولو دا خبره ومنله.

سبا سهار مې له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره په (Oval Office) کې ناسته درلوده. زه دغه دفتر ته یو ځلې مخکې هم راغلی وم. هغه وخت لیده کاته د اوسني ولسمشر له پلار ایچ بش سره ول. زموږ لومړي وزیر له امریکايي لوري سره د جرمني په یووالي خبره کوله چې د معاصر تاریخ مهمه برخه تشکیلوي.

جورج بوش صمیمی و، خو د خپل پلار په څېر یې ارام کرکټر نه درلود. له ده سره کومه ځانګړې موضوع چې هیله یې کیده، نه وه. له ده سره زما لیدنه هسې تشریفاتي ناسته وه. د افغانستان په اړه کومه خبره نه وه چې دواړو بحث پرې کړی وای. ما د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلو ژورو اندېښنو یادونه وکړه. د دواړو هېوادونو تر منځ ۲۰۰۷ز د سولې جرګه لویه پېښه وه، خو جرګه چې څرنګه یې تمه کېده، هغسې ونه ځلېده او نه یې هم دوام وموند او نه یې کومه پایله ورکړه.

کای ایډه د امریکا له پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش سره – ۲۰۰۷م کال

د رغنده ډیالوګ پر ځای د ولسشمر کرزي او ولسمشر مشرف تر منځ خبرې په تورونو اوښتې او ترخې شوې. له وسله والو سره جګړې د پاکستان ښې همکارۍ ته اړتیا درلوده، خو دکوم ښه حل پر ځای خبرې د ولسمشر کرزي او مشرف ترمنځ په تاوتریخوالي بدلې شولې. دواړو خواوو یو بل باندې تورونه ولګول او بس! د بغاوت د ځپلو لپاره د پاکستان جدي همکاري اړینه وه. څه شی چې موږ لیدل، هغه دا وو چې لار مو د ترکستان په لوري ده. ولسمشر بوش سر وښوراوه او کونډلیزارایس ته يې مخ واړاوه: «کونډي، آیا موږ کولای شو چې بله جرګه راوغواړو؟» له دې وروسته، بحث په جون کې د بسپنه ورکوونکو غونډې په اړه راوڅرخېد چې په پاریس کې جوړیده، ما له افغانانو غوښتل چې په حالاتو د کنټرول مسؤولیت په غاړه واخلي او د ځینو هغو تشویشونو په اړه چې خلک یې لري، جدي پاملرنه وکړي، په ځانګړې توګه د فساد په برخه کې مبارزه چې هم د نړیوالو او هم کوردننه د افغانانو تشویش و.

ما د بخارست په غونډه کې چې څو اوونۍ وړاندې تر سره شوې وه، د کرزي د نوښت یادونه وکړه چې د کابل د امنیت د مسؤولیت اخیستلو غوښتنه یې کړې وه. موږ د پاریس په غونډه کې هم له کرزي د ورته یو نوښت غوښتنه درلوده. ما ولسمشر بوش ته وړاندیز وکړ چې کرزی له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو زړور نوښت راخپل کړي.

بوش کولای شوای چې په خپل ویډیویي کنفرانس کې چې په مکرر ډول یې له ولسمشر کرزي سره کاوه، د دې خبرې یادونه وکړي. بوش دا خبره ومنله او له ما یې وغوښتل چې په دې اړه کرزي ته یو وړاندیز وکړم. له دې وروسته یې موضوع بدله کړه، د مخدره موادو په اړه یې وپوښتل. ده تکساسۍ لهجه وکاروله. زه باید یو څه سرګردانه ښکاره شوی وای، ځکه زه په پوښتنه پوه نه شوم. د شرم خبره خو هغه مهال وه چې نوموړي پوښتنه تکرار کړه او زما سر بیا هم پرې خلاص نه شو. کونډا لیزا رایس پوهه شوه چې زه یې بېړنۍ مرستې ته اړ یم. هغه په څوکۍ کې د پوښتنې شرحې کولو په موخه راپورته شوله: «ولسمشر غواړي پوه شي چې د مخدره موادو وضعیت څه ډول  دی؟» په کابل کې زما له دندې ایله څو ورځې تېرې شوې وې، نو ځکه مې دې پوښتنې ته وړ ځواب نه درلود.

وړاندې له دې چې له ولسمشر بوش سره ناسته پای ته ورسیږي، خبریالان هم راغوښتل شوي وو. ولسمشر بوش زما په اړه دوی ته وویل: «دا د کار سړی دی.» دې خبرې هم د همدې ورځې په ماښام نارویژي تلویزون ته لار موندلې وه. شېبه وروسته مې د مېرمن پیغام راورسېد او کښلي يې و: «دا کله؟!» هغې لا تر اوسه د دندې په اړه زما د دوه زړه توب خبره په یاد وه.

ما واشنګټن پرېښود، خو خوښ په دې وم چې ځه له امریکایي ادارې سره مو خو اړیکې ښې کړې، خو بیا هم اړیکې داسې وې چې ادامه یې موندلای شوه. کونډا لیزا رایس، باب ګیټس او سټیفن هیډلي له هغه وضعیت ښه خبر وو چې زه ورسره مخ وم: «را ته ووایه څه ته اړتیا لرې چې موږ درسره مرسته وکړو.» دا د باب ګیټس همېشنۍ خبره وه چې کوله به یې.

ټولو غوښتل چې ملګري ملتونه یو رغنده رول ترسره کړي. دوی چمتو وو چې هر څومره پرسونل مې چې په کار وي، راته برابر یې کړي، په ټوله مانا زما اړتیا زښته زیاته وه. ما وار له مخه د یوه امریکايي د استخدام پروسه په لار اچولې وه څو په همغږۍ او همکارۍ کې مخامخ مرسته وکړي، خو په یوناما کې د ډېرو امریکایانو شتون افغانانو ته دا ذهنیت ورکاوه چې وګوره یوناما هم د امریکایانو تر اغېز لاندې ده، خو ما سیاسي ملاتړ ته اړتیا درلوده چې د ملګرو ملتونو پر بیروکراسۍ لاسبری شم. هر وخت مې چې دربوش له حکومته د مرستې غوښتنه کړې ده، زما خبره یې ځمکې ته نه ده غورځولې.

له واشنګټن څخه مو د شمالي امریکا لور ته خپل سفر وغځاوه. د کاناډا له ټولو مشرانو سره مو په اوتاوا کې ولیدل. په بالکان او افغانستان کې د کاناډا مرسته او همکاري تل اغېزناکه وه. دا سفر که څه هم  ډېر صمیمي و، خو مخالفتونه هم رابرسېره شول.

کاناډا تازه پرېکړه کړې وه چې د خپلو ملکي مرستو ٪۵۰ په کندهار ولایت کې ولګوي، ځکه کاناډايي ځواکونه په همدې ولایت کې میشت دي. نړیوالو بسپنه ورکوونکو خپلې مرستې د افغانستان په جنوب کې متمرکزې کړلې چيرې چې د دوی ځواکونه موجود ول. د افغانستان مرکزي او شمالي ولایتونه له دې مرستې بې برخې شول، حتی په داسې حال کې هم چې اړتیا یې ورته ډیره وه. بله ستونزه چې د مرستو دا ډول لګونې رامنځ ته کړله، هغه د افغان حکومت د سرتاسري پروګرامونو نه پلي کیدن و چې غوښتل یې په ټول افغانستان کې ملي برنامې تطبیق کړي. ما د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دا ډول مرستې «د بسپنه ورکوونکو لخوا رامنځ ته شوې تجزیه» وبلله. ما دوی ته په خبرو کې خپله هغه وېره چې د دې هېوادونو له وتلو وروسته په دې ولایتونو کې د مرستو د کمښت په اړه وه، په ډاګه کړله. زما اندېښنه دا وه، که چېرې د اقتصادي پرمختیاوو لپاره بنسټ سرتیري وي، نو کله چې دا هېوادونه خپل سرتیري له افغانستانه باسي، نو دوی به خپلې اقتصادي بوختیاوي هم راکموي.

کله چې کابل ته راستون شوم، نو خبر شوم چې د کاناډا د پرمختیايي چارو وزیره بیورلي جو ان اوډا د مرستو په اړه زما د څرګندونو له کبله خفه شوې ده، آن چې کله مو په کابل کې لیدنه درلوده، دا نیوکه یې بیا هم وکړه، خو یوناما ته د همغږۍ دنده وسپارل شوه. بسپنه ورکوونکو هېوادونو بايد دا منلې وای چې موږ د هغو لګښتونو په اړه نیوکه کوله چې مؤثریت او اغیزمنتیا یې نه درلوده.

د اروپا په سفر کې مې لندن، پاریس او برلین شامل وو؛ بر علاوه له دې مې د ناټو په شورا کې هم یو لړ توضیحات وړاندی کړل. د برتانیې ځواکونه د افغانستان په جنوب هلمند کې مېشت وو. هلمند د ۳۴ ولایتونو تر ټولو نارامه ولایت دی او د طالبانو غښتلی سنګر بلل کیږي. برتانیې په دې ولایت کې له مخدره موادو سره مبارزې ته کار ویلی و، ځکه چې هلمند په هیواد کې د مخدره موادو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت و. زه په دې اړه اندېښمن وم، ځکه انګلستان خپل ټول پام همدې ولایت ته ځانګړی کړی و او د هېواد نورو برخو ته یې دومره پام نه کاوه.

فرانسویانو د بسپنه ورکوونکو هیوادونو غونډې ته چې د جون په میاشت کې په پاریس کې جوړېدله، تیاری پیل کړی و. پاریس پریکړه کړې وه چې په افغانستان کې پاموړ رول ولوبوي. ما د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برهارډ کوشنر د کوسوا له وخته پېژنده. نوموړی هلته د ملګرو ملتونو استازی و. کوشنر یوه لسیزه وړاندې دا هېواد په ټوله مانا پېژانده. نوموړي هغه مهال په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو مؤسسه رامنځته کړې وه. نوموړي خپله ټوله ځواني د بشري فعالیتونو په برخه کې پر فعالیت تېره کړې وه او د فرانسې د نظامي مرستو په پرتله یې بشري او پرمختیايي هغه غوره تللې. ولسمشر نیکولاسارکوزي له پوځیانو سره ژمنې کولې، خو په پرمختیايي برخه کې يې داسې څه نه لرل چې سړی یې یاد کړي. کوشنر د سولې له خبرو پوره ملاتړ کاوه او ټینګار یې دا و چې له مخالفینو سره باید خبرې اترې پیل شي.

په برلین کې زما خبرې د افغان امنیتي ځواکونو پر جوړونه راغونډې وې. په دې برخه کې المانیانو د پولیسو روزنه وار له مخه پر غاړه اخستې وه چې له یوې خوا قانون پلی کړي او له بلې خوا د وسله والو مخه ونیسي، خو د المانیانو دا هڅې له بیروکراسۍ سره مخ وې، نو ځکه نړېوالې ټولنې او افغانانو یې پر اغېزمنتیا نیوکه کوله. کرزي هم د اروپا له کمزوري رول څخه سرټکاوه، خو د المان د دفاع وزیر فرانز جوسف اعلان وکړ چې د پولیسو د روزنې لپاره به د ښوونکو شمېر له دېرشو څخه پنځه څلوېښتو ته پورته کړي چې دا نږدې ٪۵۰ زیاتوالی و، خو بسنه یې نه کوله. اروپایانو دغه مسؤولیت له المانیانو څخه واخیست، خو په کابل کې د دوو کلونو د استوګنې پر مهال مې دغه مسؤولیت ته ژمنتیا تر سترګو نه شوه. په وړې کوسوا کې OSCE  پر دې وتوانېدل چې د پولېسو د روزنې لپاره نوی مرکز جوړ او روزنیز پروګرام پیل کړي چې وکولای شي هر کال په سلګونو شاګردان وروزي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې موږ په افغانستان کې ورته چاره ترسره نه شوای کړای؟ دا سمه ده چې دلیل به یې دلته د سواد د کچې ټیټوالې وي. له کوسوا څخه به دلته بل توپیر دا وي چې دلته نشه یي توکي کارول کیږي. د پولیسو په روزنه کې کمه پانګونه د دې ښکاروندويي کوي چې په افغانستان کې څرنګه مهمې ننګونې له پامه غورځول شوې دي.

ما بیا څو میاشتې وروسته څو ځله دا پوښتنه د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مشر هاویر سلونا سره را پورته کړه. نوموړی زما له نږدې ملګرو څخه دی چې له پرمختیايي چارو سره يې زښته زیاته لېوالتیا درلوده، هغه ډېر احتیاط کاوه، هسې نه چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې ډېره ښکېل نشي. ما هسې انګیرله چې هاویر د پرمختیایي چارو په اړه ډاډه نه دی او نه غواړي چې اروپايي ټولنه دې داسې یوه ستونزه کې راښکېله شي چې حل نه لري.

له اروپا څخه مې د لیدنې پر مهال سر ناټو ته هم ور ښکاره کړ. د ناټو مرکز په بروکسل کې دی. د ناټو عمومي منشي چاپ هوپ شفر کلونه کیږي چې زما ملګری دی او د ناټو زیاتر سفیران زما پخواني همکاران پاتې شوي وو.

ما په یوه لویه ناسته کې چې د ناټو سفیرانو هم پکې ونډه درلوده، د سولې خبره راپورته کړه. ما فکر کاوه دا به مهمه وي چې دوی ته وویل شي چې که څه هم د دوی نقش په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حیثیت لري، خو بیا هم د ورځې په پای کې به له طالبانو سره «سوله» د ستونزې د حل په موخه یو بدیل وي او بس! بل څه چې زه یې اندېښمن کړی وم، هغه د ناټو د ځینو غړو هېوادونو او پخوانیو جنګسالارانو تر منځ اړیکې وې. ما شکایت وکړ چې ځینې حکومتونه د جنګسالارانو د ساتلو او ودې ورکولو تر بریده له دوی سره مرسته کوي. دا خبره مې ځکه راپورته کړه چې په کابل کې د جنرال عبدالرشید دوستم د نیولو په اړه غوغا راپورته شوې وه.

بدنام جنګسالار دوستم او ساتونکو یې پر ترکمن اکبر بای چې پخوانی ملاتړی یې و او بیا ورځنې جلا شو، برید وکړ. لوی څارنوال د دوستم د نیولو امر وکړ، ما ګومان کاوه که دوستم ونیول شي، نو یو ستر پیغام به ولېږدول شي، خو د نړیوالې ټولنې د استازو وړه ډله چې په دې کار سره به په شمال کې امنیتي وضعیت خراب شي، ځکه چې دوی هلته خپل ځواکونه درلودل. د نړیوالې ټولنې دغې پرېکړې د جنګسالارانو چې دغه هېواد یې اوسني وضعیت ته رسولی و، منزوي کول او له میدان ویستل ناممکن کړل. موږ پدې غونډه کې په دې خبرې وکړې چې نور نو باید د معافیت کلتور پای ومومي، خو پوښتنه دا وه چې که د ناټو غړي هیوادونه له جنګسالارانو څخه دا ډول ملاتړ کوي، نو څنګه به د معافیت کلتور له منځه ولاړ شي؟

په ناټو کې د امریکا له استازې ویکټوریا نولانډ سره د لیدو پر مهال مې داسې څه واورېدل چې هک پک یې کړم، نوموړې وویل: «واشنګټن به د ملکي وګړو د وژلو په اړه له سره فکر ونه کړي.» امریکایۍ سفیره له هماغه وخته چې زه په ناټو کې د خپل هېواد سفیر وم، پردې پوهېده چې د ملکي وګړو وژنه زما د هېواد او ډېرو نورو هېوادونو اندېښنې راپارولې وې.

(په دې شیانو سر مه ګرځوئ!) سفیر په جدي توګه دا خبره وکړه. زما تجربه دا ده چې امریکایان هیڅکله د خپلو متحدینو او افغانانو په حیرانولو کې له دوه زړه توب کار نه اخلي.

زموږ بشري تګلار څرګنده وه، موږ نه غوښتل چې خپلې اندېښنې تر ټغر لاندې راغونډې کړو. په اروپا کې زموږ د سفر وروستی تمځای مسکو و. زه چې څومره پوهیږم، سرګي لاوروف به د مسکو تر ټولو تکړه د بهرنیو چارو وزیر وي. ما له نوموړي سره زښت ډېر لیدلي دي، په ځانګړې توګه چې کله مې په ۲۰۰۵ز کې د کوفي عنان لپاره د کوسوا د ګاندې په اړه لار نخچه جوړوله.

زموږ بحث له طالبانو سره د خبرو په اړه راوڅرخید، روسانو نه په افغانستان کې سرتېري درلودل او نه يې هم د ملکي مرستو مزه وه. دوی له وسله والو سره د هر ډول خبرو اترو مخالفت کاوه، ځکه دوی له ورته ستونزې سره په قزاقستان کې مخ وو. ما ورته وویل: «تر اوسه ما له روسیې داسې کومه جمله نه ده اورېدلې چې دوی دې له یوناما خپل ملاتړ کړی وي. ما هیله درلوده چې دی له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې داسې یو څه ووایي چې د یوناما د ملاتړ نښه پکې ښکاره شي. زما له انده روسانو داسې فکر کاوه چې زه امریکایانو ته ډېر نږدې یم او لا تر اوسه د خپل رول په اړه چې باید تر سره شي، ناڅرګند دریځ لرم. څرنګه مې چې له مسکو حرکت وکړ، روسانو یوه خبرپاڼه خپره کړه. دا یو لنډ پیغام و چې په لنډه توګه پکې دا یادونه شوې وه چې مسکو ملګرو ملتونو ته ډاډ ورکوي چې مسکو ورسره دی. دا خبرپاڼه د وزارت له دې یادښت سره پای ته رسېدلې وه: (مسکو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې په هغو کسانو او جوړښتونو چې القاعدې او طالبانو سره تړاو لري، تعذیرات لغوه نه کړي!)

دا یو ښکاره پیغام و، خو وړاندې له دې چې د سولې د خبرو په اړه د روسانو ملاتړ را خپل کړم، ما یو څه لار لنډه کړې وه. د پیژندګلوۍ پړاو مې بشپړ کړ، کابل ته په راګرځېدو مې داسې انګیرله، څومره ملاتړ ته مو چې اړتیا وه، هغه مو راخپل کړ، خو هیلو، غوښتنو او ډېرو ننګونو دا راته جوتوله چې زموږ ماموریت ډېر وخت ته اړتیا لري.

ما او زما کارمندانو دا فشار احساسولای شو، موږ د زړه سوي لپاره څه وخت چې ښايي اوونۍ او یا هم میاشتې کېدلې درلودې چې زموږ نړیوال ملګري انتظار وباسي او زموږ فعالیتونه بیا وروسته وڅاري، خو  زړه سوي دا موده به ډېر ژر پای ته ورسیږي.

ددې کتاب نورې برخې دلته ولولئ :

http://bit.ly/1RhUO6M

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button