افغانستانخبرونه

اچین ولسوال: ملېشو د داعش پنځو جگړه‌مارو سرونه پرې کړي

د ننگرهار د اچین ولسوال، حاجي غالب بي بي سي ته ویلي چې د ولسي جرگې د لومړي مرستیال، ظاهر قدیر وسله والو ملېشو د داعش په نامه ډلې د پنځو غړو سرونه پرې کړي.

ده ویلي چې پرون د ملېشو او داعش جگړه‌مارو ترمنځ نښتې شوي.

قدیر نن په ننگرهار کې یوې خبري ناسته کې پر حکومت د نیوکې په ترڅ کې ویلي: «دا د حکومت مسوولیت نه و چې پوښتنه وکړي؟ مرسته وکړي؟ د دې پر ځای چې مرسته وکړي ولې خنډونه رامنځته کوي؟»

ظاهر قدیر په ولسي جرگه کې د ملي يووالي حکومت د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر د داعش په ملاتړ تورن کړی و. قدیر ویلي و داسې شواهد لري که یې افشا کړي «حکومت به سقوط وکړي».

قدیر ادعا کړې چې په دې جگړه کې د «ولسي پاڅونوالو» د څلورو تنو سرونه د داعش جگړه‌مارو له لوري پرې شوي. ظاهر قدیر د داعش د پنځو غړو د سر پرېکولو په اړه وايي: «تاسې څه فکر کوئ، ستاسې سر پرې کړي، ستاسې د ماشوم سر پرې کړي، تاسې ورته حلوا پخوئ؟! په جگړه کې حلوا نه وېشل کېږي، په جگړه کې وژل کېږي».

اچین د ننگرهار هغه ولسوالۍ گڼل کېږي چې د داعش جگړه‌ماري په کې حضور لري.

مرکزي حکومت تر دې دمه په ننگرهار کې داعش پورې تړلو وسله والو د سر پرېکولو په تړاو څه نه دي ویلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button