افغانستانراپورونه

پروان؛ د غني په ټاکنیزه غونډه برید کې لسګونه کسان وژل شوي

رپوټونه وایي، د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د ولسمشر اشرف غني په یوه ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید شوی دی.
د دولت جوړوونکي ټیم یو ویاند ویلي چې ولسمشر غني ته زیان نه دی رسېدلی.
خبریال بلا سروري وایي چې لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل او له څلوېښتو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
کابو لس ورځې وروسته ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کېږي.

Tags

Related Articles

Back to top button