سلايډسيمه او نړۍ

ايران: يوه ساعت کې د طلاق نولس پېښې رامنځته کېږي

ايران کې تر سره شويو نويو شمېرنو ښودلې، چې د طلاق کچه پورته شوې ده. دغه شمېرنې ښيي، چې د طلاق ډېری پېښې د ودونو په لومړيو پنځو کلونو کې رامنځته کېږي.

شمېرنو د طلاق لاملونه اقتصادي او ټولنيز حالات او د ټولنيزو اړيکو د وسايلو منفي اغېز په گوته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران کې د ځينو خلکو ودونه ان تر څلوېښت کلنۍ ځنډېږي او طلاق وروستی هغه څه دی، چې په اړه يې فکر وشي. خو له دې هر څه سره شمېرنې ښيي، چې يوه ساعت کې نولس طلاقه رامنځته کېږي، چې نيم يې د ودونو په لومړيو پنځو کلونو کې پېښېږي.

ايران کې د «واده او طلاق» د دفتر رييس سيد علي موسوي وايي، د طلاق لومړی لامل اقتصادي اړخ دی، ورپسې پر نشه‌يي توکو روږدتيا، بيا د کورنۍ بې غوري او نور داسې نادر شيان چې کورنۍ لاسوهنه پورې تړلي دي.

خو د ايران ځينو وگړو الجزيرې سره خبرو کې د ټولنيزو اړيکو د وسايلو منفي اغېز د طلاق له لاملونو يو ستر لامل بللی، هغوی ويلي: «نن سبا مجازي دنيا کې ودونه موندل کېږي، دا هغه څه دي، چې ښځې او مېړه ته دا فرصت نه ورکوي چې يو بل ته لا نږدې شي».

ايران کې شوې شمېرنې وايي، چې د طلاق کچه ورځ له بلې پورته ځي، بل لور ته د ودونو کچه شپږ سلنه راټيټه شوې ده، چې دا د يوه ستر گواښ په توگه ايرانۍ ټولنه گواښي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button