ادبسلايډ

او کله چې د ذده کوونکو موټر په تونل کې ونښت / له پنده ډکه کیسه

د یو مکتب زده کوونکي په علمي سفر ووتل، موټر يې په لاره کې یو داسې تونل سره مخ شو چې تر دې مخکې هم پرې دا موټر تیر شوی وو د تونل په سر یې لوړوالی 3متره لیکلی وو ،خو دا ځل ناڅاپه موټر په تونل کې ونښت ، زده کوونکي ویرې واخستل ، شاوخوا خلک پرې را ټول شول، موټروان حیران وو چې څه وجه ده مخکې څو ، څو ځله دا موټر تر تونل تیر شوی خو دا ځل ونښت ، یو کس ورته وویل وګوره سرک له سره قیر شوی او ارتفاع یې اوچته شوې،ځکه دا ځل ونښت د چارې په لټه کې شول په بل موټر پسې یې څو ځله وتړه خو موټر د تونل چت سره کلک نښتی وو او هر ځل به پړی شکیده ، چا ویل لدې قوي موټر پسې یې وتړئ ، چا ویل د سرک قیر ورته مات کړئ ،چا څه او چا څه ويل دوی په همدې جر او بحث کې وو چې له موټر نه یو وړوکی زده کوونکی را ښکته شو په خلکو یې غږ وکړ :
ماسره یې چاره او حل لاره شته ،
ټولو حیران ور وکتل چې زمونږ لویانو عقلونو کار ورنکړ نو ستا ماشومانه عقل به څه کار ورکړي
زده کوونکي ویل :
تیر کال مونږ ته استاد درس راکړی وو چې که غواړی د دنیا له تنګي په سلامتی تیر شئ او پکې ونه نښلئ نو له خپل ځانه د کبر ، غرور او ځان غوښتنې هوا وباسئ تر څو ستاسې نفس خپل اصلي حجم ته راشي نو که دا خبره په موټر تطبیق کړو او له ټیرونو نه یې لږ هوا کمه کړو تر څو د تونل له چت نه لږ راټیت شي مونږ به لدې ستونزې و ژغورل شو راټول کسان د زده کوونکي هوښتیارتیا ته حیران شول ، همداسې یې وکړل په پایله کې ټولو له لويي ستونزې خلاصی وموند.
عبرت:
رښتیا هم د نړی اکثریت ستونزې که شخصي دي یا ټولنیزې او یا هم نړیوالې د اشخاصو د ځان غوښتنې ، نفسي غرور اوبيځايه ځاني پاړسوب له وجهې منځته راځي
نو که هر څوک دغه شیطاني هوا له ځانه وباسي
او خپل طبیعي حجم ته راوګرځي
ستونزې خپله ختمیږي.
ژباړه : منصور افغان

ورته مطالب

Back to top button