خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

اولس کلن افغان ځوان په جرمني کې ۲۱ کسان ټپیان کړي

تېره شپه په جرمني کې یو ۱۷ کلن افغان ځوان د تبر او چاړه په واسطه ۲۱ کسان ټپیان کړي چې د ۴ کسانو روغتیایې حالت د اندېښنې وړ دی.
پېښه هغه وخت منځ ته راغله کله چې یو افغان کډوال په اورګاډي کې د جرمني د ورزبرګ له ښاره اوچسنفورټ ښار ته روان وو او په اورګاډي کې یې پر ناستو خلکو برید وکړ.
د ورزبرګ او چسنفورټ ښارونو تر منځ د پولیسو له خوا د اورګاډي لار تړل شوی.
د جرمني پولیسو رسنیو ته ویلي چې بریدګر د تېښتې هڅه کوله او د پولیسو له خوا په ډزو وویشتل شو خو د بریدګر د وژلو په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر اوزینک فورټ رسنیو ته وویل: د پېښې اصلي لامل تر اوسه څرګند نه دی، د پولیسو لخوا څیړنې روانې دي او د پېښې اصلي لامل به زر څرګند شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button