سلايډسيمه او نړۍ

اوباما: ټرامپ د امريکا د ولسمشرۍ وړتيا نه لري

د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرون، د سې شنبې په ورځ د جمهوري ګوند کانديد، ډونالډ ټرامپ باندې سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې هغه د امريکا د ولسمشرۍ وړتيا نه لري.

فرانس پرېس خبري آژانس راپور ورکوي چې اوباما دغه څرګندونې د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وکړې. هغه له جمهوري ګوند څخه غوښتنه وکړه چې د ټرامپ کانديدي دې لغوه کړي. هغه ويلي چې ټرامپ د ولسمشرۍ وړتيا نه لري او دغه پوسټ ته مطلقا تيار نه دی. اوباما زياته کړې چې تېره اوونۍ مې د هغه په اړه دا خبره کړې وه، هغه يې اوس تثبيتوي.

د جمهوري ګوند ځينې پلويانو هم د ډونالډ ټرامپ د کاندېدۍ مخالفت کړی دی. هغوی که څه هم دا نه دي ويلي چې د هغه په مقابل کې به هلري کلنټن ته رايه ورکوي او که نه. مګر ولسمشر اوباما ويلي چې په ټاکنو کې د هلري کلنټن ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده چې ډونالډ ټرامپ په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې له مسلمانانو سره حساسيت لري او اسراييلو ته نږدې دی. هغه دغه راز تر دې مخکې په ورسټلنګ لوبه کې ډېر بوخت و. په دې وروستيو کې يې سياست ته پام اوښتی دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button