سيمه او نړۍ

اوباما ولس ته په خطاب کې: داعش باید د امریکا ولس ونه وېشي

د امريکا ولسمشر بارک نن سهار د امریکا ولس ته د داعش ډلې پر ضد جګړې اړوند ټلویزیوني وینا وکړه. اوباما وايي، چې امريکايي ولس بايد دې ته متوجه وي، چې د داعش «مرګونې» ډله بايد دوی سره ونه وېشي او له خپل ولسه يې غوښتنه کړې، چې د دښمن د ناکامۍ لپاره بايد خپلو کې سره يو شي او هېواد کې له مسلمانانو سره روان تاوتريخوالی پای ته ورسيږي.

اوباما د خپلې يوې تلويزوني وينا په ترڅ کې د کليفورنيا د معلولينو پر يو مرکز شوی بريد وغانده، چې څوارلس تنه په کې وژل شوي وو.

کارپوهان وايي، د امريکايي ولسمشر د دې وينا موخه دا وه، چې امريکا او نړۍ کې د امريکايي حکومت او ولس پر ضد د روان تاوتريخوالي پر لاملونو او امريکايي ټولنه کې د خپلمنځي بې باورۍ په اړه خپلې اندېښنې له خپل ولس سره شريکې کړي.

اوباما د خپلې دغې تلويزوني وينا په ترڅ کې له ټيکنالوژيکي ادارو هم د مرستې غوښتنه وکړه، چې داعش او د امريکا نور دښمنان د انټرنيټ له لارې دغه هېواد کې خپل خلک روزي او ټيکنالوژيک شرکتونه بايد امنيتي ارګانونو سره په دې اړه کلکه همکاري وکړي او په راتلونکي کې دې د داسې پېښو د مخنيوي هڅه وشي.

وروستۍ سروې ګانې ښيي، چې ۵۷ سلنه امريکايان داعش سره د امريکا له اوسنۍ جګړه ييزې پاليسۍ ناخوښه دي، ۷۲ سلنه يې وايي، چې د دې جګړې پايلې د امريکا په زيان دي او شپېته سلنه يې ټينګار کوي، چې امريکايي عسکر بايد عراق او سوريې ته د داعش ضد ځمکنۍ جګړې لپاره ولېږل شي.

مګر اوباما د خپلې دغې وينا په ترڅ کې په خپله روانه پاليسي ټينګار وکړ، چې ښې پايلې به ولري او له دې لارې يې د خپلو مخالفينو هغه غوښتنه رد کړه، چې سوريې او عراق ته يې د امريکايي عسکرو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

اوباما د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې داعش غواړي د تمدنونو جګړې ته لمن ووهي او امريکايي ولس خپلو کې سره بې باوره کړي. اوباما وايي دوی به پرې نه ږدي، چې داعش په خپلو هڅو کې بريالی شي.

«داعش دا غواړي، چې موږ خپلو کې سره واچوي، مګر موږ به هېڅکله داسې کار ونه کړو، چې زموږ د خپلمنځي شخړو لامل ګرځي.»

د ورجينيا جورج مېسن پوهنتون پروفيسر ويليم سکيډر وايي، چې اوباما غوښتل، د خپلې وينا له لارې خپل ولس ته د داعش ضد جګړې په اړه ډاډ ورکړي، چې دوی په خپلو کړنو کې بريالي دي.

اوباما وايي، چې دوی امريکا او نړۍ کې له مسلمانانو سره هېڅ دښمني نه لري او داعش هېڅکله د اسلام استازيتوب نه شي کولای.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button