افغانستانخبرونهسلايډ

اوباما وايي، افغانستان کې خپلو موخو ته رسیدلي یو

 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي، د امریکا موخه دا وه، چې په افغانستان کې القاعده او طالبان له مینځه یوسي،اوباما وایې ،مونږ خپلې موخې ته رسیدلي یو، القاعده مو له مینځه وړې او طالبان مو ځپلي دي. د نوموړي په ویناچې طالبان ځپل شوي او نور امریکا ته ګواښ نه شي پېښولی.

اوباما دغه څرګندونې د افغانستان په جګړه کې د معیوبو او زیانمن شویو امریکايي سرتېرو ته په وینا کې وکړې.نوموړي زیاته کړه، چې امریکايي سرتېرو په افغانستان کې القاعده ورکه، طالبان یې وځپل او ګڼې لاس ته راوړنې یې درلودې. اوباما سرتېرو ته وویل« تاسو ټول باید په دې وویاړئ، چې په افغانستان کې مو خدمت کړی او لاسته راوړنې مو درلودې؛ آلقاعده مو د هغوی له ځالو سره ورکه کړه، طالبانو مو وځپل او اسامه بن لادن مو د خپلو اعمالو په سزا ورساوه.»

نومړی وایي، طالبان هغومره ځپل شوي، چې دوی یې تمه درلوده.اوباما دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د پخوا په پرتله جګړې زیاتې کړې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button