سيمه او نړۍ

اوباما: ترکيې ته د گولن سپارلو پرېکړه به د قانون له مخې کوو

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ترکيې له لوري د امريکا مېشتي مذهبي لارښود فتح الله گولن د سپارلو په ځواب کې ويلي، چې په دې اړه به د قانون له حکم سره سم پرېکړه کوي.

اوباما زياتوي، چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوگان د ترکيې په ناکامه کودتا کې امريکا مېشتی مذهبي لارښود فتح الله گولن ککړ بولي او دوی تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د امريکايي ولسمشر په وينا د گولن د سپارلو پرېکړه به د اساسي قانون له مخې کوي.

امريکايي ولسمشر وايي، چې دوی د ناکامې کودتا له هڅو هېڅ خبر نه درلود.

بارک اوباما زياتوي، چې د ترکيې د ناکامې کودتا په اړه امريکايي استخباراتو مخکې تر مخکې کوم معلومات نه لرل او په دې اړه تورونه لگول د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باوري پيدا کولو هڅه ده.

د اوباما په وينا دوی په ترکيه کې د پوځي کودتا ناکامه هڅه غندلې او تل يې د ديموکراسۍ پلوي کړې ده.

ترکيه وايي، چې د ناکامې کودتا تر شا د فتح الله گولن لاس دی او امريکا يې بايد ترکيې ته وسپاري.

په عين حال کې ښاغلي گولن پر ده لگېدلي تورونه رد کړي او له امريکايي غوښتنه کړې، چې دی دې ترکيې نه سپاري.

وړمه ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپل ترکي سيال سره د تيليفون له لارې خبرې وکړې او د ناکامې کودتا د څېړنو په اړه يې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button