پاموړراپورونهسيمه او نړۍ

انګلستان کې یو هلک د ډېرو چپسو خوړلو له امله ړوند شوی

د انګلستان د برېسټول ښار ډاکټران وایي چې یو اوولس کلن هلک د ډېرو چپسو خوړلو له امله د خپلو سترګو دید له لاسه ورکړی دی.
د بي بي سي اردو رپوټ کې د ډاکټرانو له قوله راغلي چې دغه هلک به هره ورځ چپس خوړل.
د ډېرو چپسو خوړلو له امله د هلک په بدن کې د ویټامینو کموالی پېداشوی دی.
د هلک نوم نه دی څرګند شوی.
ویل کېږي چې دغه هلک د چپسو خوړل د ابتدایي ښوونځي له بشپړولو وروسته پېل کړي وو.
دغه هلک کتاب نه شي لوستی، تلویزویون نه شي کتلی او موټر چلول ورته ممکن نه دي.
هلک ته به که څه هم نور خواړه د خوراک له پاره چمتو وو، خو هغه به نه خوړل.

Tags

Related Articles

Back to top button