سلايډسيمه او نړۍ

انګلستان سبا پرېکړه کوي چې اروپايي اتحاد کې پاتې شي که نه

سبا (۲۳م جون) کې د انګلستان خلک د ټولپوښتنې صندوقونو ته ورځي او په اروپايي اتحاد کې پاتې کېدو يا د نه پاتې کېدو په اړه خپله رايه ورکوي. اوس چې د ټولپوښتنې وخت ډېر نږدې شوی، دغه راز د مخالفينو او موافقينو کمپاينونه هم ډېر توند شوي دي. د انګلستان لومړی وزير ډېوېډ کېمرون وايي چې د ټولپوښتنې د راغوښتو په اړه نه دی پښېمانه.

د متحده پاچاهۍ د آزادۍ ګوند رهبر نېګل فرج له خلکو غواړي چې د جون ۲۳مه د آزادۍ ورځ وټاکي او له اروپايي اتحاد څخه د وتلو په خوا رايه ورکړي. هغه پر ډېوېډ کېمرون نيوکه کړې او ويلي يې دي چې له خلکو سره رښتينی نه دی. نېګل دغه راز نيوکه کوي چې که اروپايي اتحاديه کې پاتې شي، دوی به خپل پاسپورټ له لاسه ورکړي، د اروپايي اتحاد قوانين به د انګلستان پر قوانينو پورته وي، او نور اروپاييان به له انګلستان څخه مالي استفاده کوي.

بلې خوا د کارګرو رهبر جېرېمي کاربېن له خلکو بيا غواړي چې له اروپايي اتحاد سره پاتې شي. هغه وايي چې اروپايي اتحاد سره پاتې کېدل ښه نه دي.

له اروپايي اتحاد څخه د انګلستان پر وتلو، تر نورو هېوادونو جرمني ډېره نيوکه کوي. د جرمني چارواکي په دې باور دي چې له ياد اتحاد څخه د انګلستان پر وتلو تر ټولو ستر اقتصادي تاوان جرمني ته رسېږي، ځکه خو يې د مخنيوي هڅې هم کوي.

د يادې ټولپوښتنې په تړاو د اروپا په مختلفو برخو کې څېړنيزو مرکزونو خپل راپورونه او تحليلونه خپاره کړي دي. په جرمني کې د انفراتيست ډيماب په نامه يوه مرکز هم څېړنه کې او د يادو وتلو منفي عواقبو ته يې ګوته نيولې. د مرکز وياند ميشيل کونيرت وايي چې له اروپايي اتحاد څخه د انګلستان وتل به د اروپايي اتحاد د ماتې په معنا وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button