افغانستانسلايډ

«امنيتي چارواکي د کابل له بريده له مخکې خبر وو»

راپورونه وايي، چې امنيتي ځواکونه د کابل د پنجشنبې د ورځې له بريده له مخکې خبر و. هشت صبح ورځپاڼې د باوري امنيتي سرچينو له خولې ليکلي، چې امنيتي چارواکي له بريده خبر وو، خو د مخنيوي لپاره يې هیڅ گام پورته نه کړ.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ويلي، درې ځل د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته د دغه بريد په اړه راپور ورکړل شوی و او په کې ويل شوي وو، چې شونې ده دغه بريد ترسره شي. راپور کې حتی هغه موټران فلمبرداري شوي وو، چې امنيتي سرتېري يې له ميدان وردگه کابل ته لېږدول.

دغه سرچينه زياتوي، چې د ملي اردو کومو عسکرو چې د پوليسو د دغه کاروان ملگرتيا کوله، تر يوه ځايه ورسره راغلي وو او بېرته ترې ستانه شول او کاروان يې يوازې پرېښود.

سرچينه زياتوي، له دې امله چې همدومره سيمه د ملي اردو د سرتېرو تر ولکې لاندې وه، تر يوه ځانگړي ځايه ورسره راغلي وو، خو وروسته يې کاروان يوازې پرېښود، چې د امنيتي تدابيرو له مخې د امنيت د تامين بدترين ډول دی.

يوې بلې امنيتي سرچينې ادعا کړې، چې څه موده وړاندې چې د طالبانو يو مسوول ونيول شو، د دغه بريد وړاندوينه يې وکړه، چې د نوموړي د اعتراف پر اساس د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته راپورونه ورکړل شول، څو په اړه يې لازم تدابير ونيسي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، له څېړنو وړاندې به د پېښې په اړه څه ويل له وخته مخکې وي: «کورنيو چارو وزارت د هغو ډلو د څېړنو انتظار کاږي، چې د ولسمشر په امر تعين شوې دي، دوی خپل تحقيقات پيل کړي او ژر به بشپړ شي. وزارت اوس په دې اړه هيڅ نه شي ويلی».

د دې وزارت وياند مني، چې د پوليسو د امنيت په تامين کې کمی شوی، خو دا چې کومې ادارې کړی، څوک يې نه شي ويلی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل په دغه بريد کې لږ تر لږه درې دېرش پوليس افسران او سرتېري ووژل شول او نهه اويا نور ټپيان شول.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button