افغانستانسلايډ

امنيتي چارواکي: د روزګان پوليس قصدا وژل شوي، ولسمشر دې يې پوښتنه وکړي

د روزگان امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې امريکايي ځواکونو د ترينکوټ ښار اړوند څاگۍ سيمه کې د پوستې اته تنه پوليس په قصدي ډول بمبار کړي دي. هغوی وایي دا کومه تېروتنه نه ده.

د روزگان- کندهار د لويې لارې د ساتونکي کنډک چاروکو دغه بريد غندلی او زياته کړې يې ده، چې امريکايي ځواکونو دا کار قصدا کړی دی.

د بمبار شوې پوستې قوماندان تورجان وايي، لومړی پر پوسته يو ځل بمبار وشو، چې يو پوليس يې وواژه، وروسته چې سیمې ته نور پوليس ورغلل، بيا بمبار وشو او اووه تنه پوليس يې له منځه يووړل.

د روزگان- کندهار د لويې لارې د ساتونکي کنډک مشر رحيم الله وايي: «امريکايانو دا بريد په قصدي توگه کړی او که ولسمشر يې پوښتنه ونه کړه، مسوول به يې خپله همدی وي».

ولسي جرگه کې د روزگان د خلکو استازي عبيد الله بارکزي هم دغه بريد غندلی او پر حکومت يې نيوکه کړې، چې دا پېښې تکراري رامنځته شوې دي، خو يو ځل يې هم پوښتنه نه ده کړې.
هغه گواښ کړی، چې د دې پېښو تکرار به ښې پايلې ونه لري.
نوموړي دا بريد د امريکايانو له لوري د افغان دولت پر ضد د خلکو د راپارولو يوه هڅه وبلله.

کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند جنرال چارلس کلېفلېنډ د دې بريد د پخلي تر څنگ ويلي، چې امريکايي او افغان ځواکونه د خپل ځان د خونديتوب په پار د کسات اخيستو حق لري. نوموړی دغه هوايي بريد د هغه بريد په ځواب کې بولي، چې په گمان يې سيمه کې پر افغان ځواکونو شوی و.

پر ټولنيزو شبکو گڼو فعالانو هم پر افغان پوليسو د امريکايي ځواکونو دغه بريد په کلکه غندلی او په اړه يې د حکومت پر چوپه خوله سخت په غصه دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button